افغانستان

فارياب: طالبانو د کوهستان ولسوالۍ ستراتیژیکه سیمه او «بندر بازار» ونیوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ وږي، ۱۳۹۶): نن د سې شنبې په ورځ سهار د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ د بندر بازار او لږ تر لږه ۳ مهمې ستراتیژیکې پوستې د طالبانو تر ولکې لاندي راغلي دي.

د یادي سیمې د امنیتي ځواکونو او اربکیانو عملیاتي قومندان «میرزاد» رسنیو ته ویلي چې تېره شپه سلګونو طالبانو پر امنیتي پوستو او بازار بریدونه وکړل چې له امله یې سهار خواته د بندر بازار او ۳ ستراتیژیکو پوستو سقوط وکړ.

نوموړي وویل چې اوس مهال یوازي ۳ کلي ددوی په واک کې دي، که چیري ورسره د دولت له لوري مرسته ونه شي، ډېر ژر به پاتې سیمې هم خوشي کړي.

د کوهستان ولسوالۍ د لولاش او بندر په نامه دوې برخې لري، د لولاش سیمه له مخکې لا د طالبانو په ولکه کې ده.

د فاریاب ولایتي شورا پخواني مرستیال محب الله میرزاد رسنیو ته ویلي چې د بندر سیمه د دولت لپاره ډېره مهمه ده، ځکه د کوهستان ولسوالۍ پنځوس سلنه وګړي په همدې برخه کې اوسیږي، که چیري د ولسوالۍ په دې سیمه کې پاته درې کلي هم سقوط کوي، بیرته نیول به یې د دولتي ځواکونو لپاره ډېر ستونزمن وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x