ټولنیزه برخه

راتلونکې

دليلې په خونه کې مې ملګري راته دخپل شپږمياشتني زوى دمړينې کيسه کوله ،چې تېرکال مړشوى و،دى په ډېره بې پراويۍ لګياو،اود ډاکټرانوله بې پروايۍ يې سرټکاوه.هغه خپله کيسه هم کوله،اوبې غمه يې ډوډۍ هم خوړله.زه په دې فکرکې شوم چې که د ده دغه زوى دشپږومياشتوپرځاى شپاړلس کلن واى،ممکن ده به يې په ډېر تاسف او ارمان راته کيسه کوله.خو داولې؟

    موږ دژوند په هره برخه کې تل ډېر لوى شى وړوکى ګڼلى،اوداځکه چې هغه په ښکاره وړوکى برېښې ،اوپه باطن يې موږ دپوهېدو هڅه نه ده کړې.مګر حضرت امام غزالي رحمه الله به ويل چې موږ بايد په حواسو ځکه باور ونه کړو چې زموږ ډېرقوي حس (لېدل) هم کله کله تېروتنه کوي،اوموږ فکر کووچې ستوري همدومره دي چې موږ يې وينو،په داسې حال کې چې ترځمکې څوځله لوى ستوري هم موږډېرواړه وينو.
    دغه ملګري مې هم دخپل زوى دمړينې کيسه ځکه داسې بې تفاوته راته کوله چې هغه داسې انګېرله چې دومره لويه شتمنې يې له لاسه نه ده ورکړې،خوکه دغه زوى يې په خپلوسترګو شپاړلس کلن ليدلى واى ،نوبيابه يې په مړينه ځکه خپه وچې : (ځوان زوى به يې له کوره تللى و.)
    مګرموږ په ټولنوکې دغه فرهنګ لا نه دى عام کړى چې هرڅه ته بايد دهغه دراتلونکې ته په پام سره وګورو،په دې ماناچې که يوڅه ياڅوک دم ګړۍ ښه اومهم بولو،نوپرهغه اوس د(ښه ،مهم)حکم بايدځکه ونه کړوچې اوس خواوس دى،ممکن هغه څه د استعمال له پاره (بد)چاته په لاس نه وي ورغلي،ياهم همدغه (ښه،مهم)څوک اوس ځکه (ښه،مهم) نه شوبللى،چې هغه ته ممکن د(بدو) زمينه نه وي برابره شوې.
    نوداچې دغسې يووچ حکم وکړو نو دغه (څه)يا(څوک) بايد وازمويل شي،اودغه ازموينه هرومروپه راتلونکې پورې تړلې خبره ده.
مګرراتلونکې کله پيلېږي؟
همداشېبه ،شېبه وړاندې راتلونکې وه،مګراوس (اوسنۍ شېبه )ده.خو ديوچاپه اړه موږهلته دهغه دراتلونکې په فکرکې کېږوچې هغه د ومره صلاحيت پيداکړي،چې د ده اوسنۍ کړنې په راتلونکې اغېزه ولري.دغه دوره ځکه مهمه ده چې د دښې چارې به دهغه راتلونکې ښه ،اوبدې هغه به يې راتلونکې بده کړي.
    ځينې ارواپوهان پر دې اند دي چې يوڅوک بايد دپيداښت له شېبې بايد ترڅارنې لاندې ځکه ونيول شي چې د ده بدني روزنه هم د ده په راتلونکې ښکاره تاثيرکوي.خودغه خبره يې دظاهري حکم په حيث ځکه سمه ده چې فزيکي جوړښت هم له راتلونکې سره تړاو پيداکوي،مګر دهغه پټه څارنه بايد له هغې شېبې شرو شي چې هغه په داسې څه کولو وتوانېږي،چې همدغه کړنه،وينه،ليدنه او اورېدنه دهغه په راتلونکې تاثيروکړي،چې دغه شېبه دماشوم دتفکر له مرحلې پيلېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x