ننګرهار: محلي پوليسو يو بې ګناه ولسي وګړی وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ وږي، ۱۳۹۶): د ننګرهار ولایت د ښيوې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی د سيمه ييزو پوليسو له لوري وژل شوی دی چې د سيمې اوسېدونکو يې د قاتلينو د نيولو غوښتنه کوي.

لاريون کوونکو د شاه محمود په نامه د وژل شوي جسد د ننګرهار ښار ته راوړی او د ولايت مخې ته يې لاريون وکړ او د بې ګناه وژل شوي خپلوان د قاتلينو د نيولو غوښتنه يې وکړه.

د وژل شوي شخص ورور محمد يوسف رسنيو ته ويلي دي چې دوی هيڅ ډول دښمني نه درلوده او ورور يې بې ګناه د سيمه ييزو پوليسو له لوري وژل شوی دی او زياته يې کړه چې دوی به تر هغې بيرته لاړ نشي چې مجرم نيول شوی نه وي او د قانون منګولو ته سپارل شوی نه وي.

د وژل شوي شخص خوريی زاهدالله وايي چې ماما يې د ښيوې ولسوالۍ قلعه ټک کلي ته د جنازې له پاره تللی و چې د شپې له خوا د څو سيمه ييزو پوليسو له لوري ووژل شو.

د سيمې خلکو ويلي دي چې سيمه ييز پوليس د خلکو د امنيت له پاره نه بلکه د خلکو د ځورولو له پاره جوړ شوي دي چې وخت په وخت په سيمه کې په خلکو زياتی کوي.

لاريون کوونکو د ښيوې ولسوال او د ولايت نور امنيتي چارواکي په دغه ولايت کې د امنيت په ټينګښت کې پاتې وبلل او له ولايتي ادارې يې د مجرمينو د نيولو غوښتنه وکړه.

د لاريون کوونکو ددغه اعتراض په غبرګون کې ولايتي اداره خبرو کولو ته نه ده حاضره شوې، نه يې هم په دې اړه تر اوسه څه ويلي دي.

د يادونې وړ ده چې په ننګرهار کې په دې وروستيو کې نا امني زياته شوې ده ، چې تيره ورځ هم د ننګرهار ښار ټولو ډاکټرانو او درمل پلورونکو کاربنديز اعلان کړی و او له ولايتي چارواکو يې د خپل امنيت د ټينګښت غوښتنه کوله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د