نظــر

د اربکيانو وحشت د اوج په نقطه کې

په ښارونو او بازارونو کې د راتلونکې ډرامې د ښه تمثيل لپاره د کانديدانو پر نامه ممثلين د تمرين په حال کې دي، د دوى د ارادتمندانو پرنامه يو څو ضمير پلوري ترې راتاو دي او جېبونه ترې ډکوي.

خو د هر ولايت له هربازار يواځې دوه کيلومتره هاخوا يو بل دولت دى، داسې دولت چې سپينه واوره ورته د سپينې ماڼۍ خيالي قوت زياتوي، هيڅوک پر خپل سر نه مني او هيڅ ډول ارزښتونو ته ژمن نه دي، د هغه دولت په قانون کې د انسان پرنامه د کوم مخلوق رسمي پېژندنه نشته، هلته د حيواني شهواني غريضې د پوره کولو لپاره هيڅ ډول اصول او قيود نشته،دا دولت د پخوانيو پاټکيانو تکرار او دکذبيانو د ارمانونو تکرار دى.
هلته د ولس په منځ کې د بايللي اندلس د وروستيو سلګيو په څېر د پېغلو عصمتونه لوټېږي، هلته په هر ځوان او هرې پېغلې پورې خپله ځواني اور ده، هلته په هر پلار او هرې مور پورې لوى تور د هغې پېغله لور ده، هلته وحشت د ا وج په نقطه کې ده.
په داسې شرايطو کې ډېر ايمان پلوري د رسينو پرنامه له جوړشويو فاحشه خانو داتبليغوي چې په هېواد کې خير وخيريت دى او د دوى راتلونکې ډرامه به هم په ټول هېواد کې ممثلين ولري او نړۍ به يې د افغانستان پر سټيج په سړه سينه ننداره وکړي، د کرزي د بلواکه ، نيم واکه او هغه د دادمحمد ناوک خبره اولنمره مفسد رژيم، پرلپسې تبليغات داسې ښيي چې ګوندې په هېواد کې د خلکو ټول ضرورتونه پوره دي، ځکه خو به د دوى د ډرامې ډېر کلک پلويان واوسي.
د اوسنيو ډيموکراټيکو دولتونو دا يو اصل دى چې ملت بايد داسې وساتل شي، چې په ټول ژوند کې خپله ا صلي غوښتنه او مهم ضرورت درک نه شي کړاى، ځکه خو د کرزي بلواکه رژيم ولس تر دې اندازې ذليل او خوار کړى، چې هغوى يواځې د خپلو عزتونو دساتلو په خاطر د دوى پر ډېرو سترو نارواوو هم چوپه خوله دي.مګر د دې پښه ښويېدلي رژيم دا طرحه هم اوس پوره کار نشي ورکولاى، ځکه چې په ولس کې د موسى ابن ابى غسان ژبې پيدا شوې او د بدر بن مغيره تورې پکې ژوندۍ دي.
د اربکيانو پر نامه د کذبيانو د ارمانونو دتکرار پروژه د خپل وحشت او دهشت په وروستي بريد کې ده، او دا د دې زوالي نړۍ اصل دى،چې هرڅه اوج ته ورسېږي ورو ورو بېرته ښکته کېږي او په پايله کې نابودېږي. په اربکيانو کې د انسانانو په قوارو کې ننوتي لېوان د کليو او بانډو هيڅ ډول اسلامي او انساني ارزښت نه پېژني، دوى په خپله په واز کومي دا نارې وهي، چې دهيچا زامن نه دي، د دو ى د کړنو په اړه د دکورنۍ ته بايد شکايت ونه شي. مګر په داسې وحشتناکو حالاتو کې لاهم ځينې ضميرپلوري خبريالان هڅه کوي، چې په ولاياتو کې د دې ذليلي طبقې د ښو پايلو پرنامه تبليغات وکړي، په دې وروستيو کې په پکتيکا کې داربکيانو والي محب الله صميم او د دې ولايت څو مشهورو چاپلوسانو خبريالانو دا اوازې ګډې کړې چې په دې ولايت کې اربکيانو ښې پايلې ورکړې چې بايد لاهم زيات شي، په داسې حال کې چې دغه شته اربکيان يې له ولسه ډوډۍ، لرګي او دسون توکي په زور اخلي او په دې وروستيو کې يې لانادري دا چې بايد هر کور او هر دکاندار د مياشتې دېرش زره کلدارې هم ورکړي،په خپل مظلوم ولس مې دا ذلالت نه لورېږي، خو د مصطفى السباعي خبره: کله چې ښه خلک ښه لارې پرېږدي، بدخلک پرې مسلط شي، ځکه خو د اربکيانو پرنامه دا ذليله پروسه يوڅه زموږ دعملونو له وجې اوبل له دې وجې چې په ولس کې دمجاهد ارمان وشي او په ښکاره بيا نارې وکړي، چې هغه محمد بن قاسم چېرته دى، چې تېر وار يې هم ولس د پاټکيانو له شره او هېواد له تجزيې وژغوره؟؟؟
محمد بن قاسم به له زرګونو طارقي او بدري ملګرو سره د دې ولس د عزت لپاره بيا هم قرباني ورکوي، او دا ذليل کذبي اربکيان به له خپلو بادارانوسره مړې ژامې د ولس په مخکې ولاړ وي. ان شاء الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x