تورخم: د زياتې ګڼې ګوڼې او ګرمۍ له امله يو افغان ماشوم مړ شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ وږي، ۱۳۹۶): تورخم کې د زياتې ګڼې ګوڼې او ګرمۍ له امله د افغانستان لور ته يو افغان ماشوم مړ شوی دی.

په تورخم کې له تيرو څو ورځو راهيسې د زياتې ګڼې ګوڼې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون عام خلک له ډيرو ستونزو سره مخ دي.

د سيد احمد مومند په نامه يو تن افغان چې له تورخم نه يې موږ ته انځورونه او ويډيو ګانې هم رالېږلي وايي چې څو ورځي کيږي چې په تورخم کې افغان لوري ته د کميسارۍ کارمندان بدل شوي دي او په سمه توګه کار نه کوي چې له امله يې خلک له ډیرو ستونزو سره مخ کړي دي.

مومند زياتوي چې تر دې وړاندې د پاسپورټونو د دخول او خروج چارې ژر ترسره کېدلې خو اوس د نويو کارمندانو په راتګ سره دغه چاره سخته شوې ده او د ګڼې ګوڼې په جوړولو سره د پاسپورټ د ادارې کارمندان غواړي چې رشوت او فساد ته لاره هواره کړي.

مومند وايي چې د پاکستان له لوري کار ژر خلاصيږي خو د افغانستان لوري کې زياته ګڼه ګوڼه جوړه شوې ده او سرحدي پوليس له خلکو سره ډيره بده رويه هم کوي.

د يادونې وړ ده چې د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان لور ته په تورخم کې دوه چاودنې وشوې چې له امله يې يوه ورځ د تورخم لاره بنده وه؛ خو وروسته د پاکستان لوري ته حالت عادي شول خو د افغانستان لوري ته لاهم ګڼه ګوڼه او د افغانانو د مشکلاتو لړۍ دوام لري.

دا لومړی ځل نه دی چې په تورخم کې د ماشوم د مړينې پيښه رامنځته کيږي، مګر تر دې وړاندې هم دغلته د ګڼې ګوڼې او د پاسپورټونو د دخول او خروج د چارو د ژر نه ترسره کولو له امله خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تورخم کې مسافرينو ګواښ کړی دی چې که افغان لوری يې د پاسپورټونو د دخول او خروج کار ژر خلاص نه کړي په لاريونونو او مظاهرو به لاس پورې کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د