fbpx

د زرمت خلک: د اربکیانو له ظلمه تر پوزې رسیدلي یو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ وږي، ۱۳۹۶) نن سه شنبه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ زرګونه تنه ولسي خلک د دې ولسوالۍ په مرکز تعمیر بازار کې د احتجاج په ډول راغونډ شوي وو او په سیمه کې یې د محلي پولیسو( اربکیانو) له وحشت او ظالمانه کړنو څخه سر ټکاوه.

دې ولسي خلکو چې ډیر شمیر یې د ښوونځیو شاګردان او معلمین وو ویل چې دری ورځې وړاندې د سنبلې میاشتې د ۲۶ په شپه د زرمت ــ ګردیز په لاره پراته د محلي پولیسو د پوستې اربکیان د اوریا خیلو په کلي کې د معلم جان محمد کور ته ورغلي، هغه یې د خپلو ماشومانو له منځه راولاړ کړی لومړی یې پیسې ترې وړي او وروسته یې په ډزو وژلی دی.

د معلوماتو له مخې معلم جان محمد یو سپین ږیری معلم و چې له تیرو څو لسیزو راهیسې یې د زرمت د مرکز د حبیب الله زرمتي په لیسه کې زده کوونکو ته درس وایه. نوموړي د هیڅ سیاسي جریان سره تعلق نه درلود، له وژل کیدو یوه ورځ وړاندې یې خپل د استادۍ معاش اخیستی و چې ښایي اربکیانو د همدې کم مقدار پیسو په خاطر وژلی وي.

د وژل شوي معلم جان محمد ورور ډاکټر معصوم چې د ننني مظاهرې ګډونوال و رسنیو ته یې وویل چې وژونکو اربکیانو دوی ته په پیل کې ویلي وو چې طالبان دي او د شپې تیرولو لپاره ځای غواړي خو وروسته یې د دوی کور لوټ کړ او د معلم جان محمد دوژلو سربیره یې دده یو بل ورور او وراره ټپيان کړل. د عیني شاهدانو په قول د قتل ددې پیښې په سبا اولسي خلکو په وژونکو پسې پل واخیست، هغوی یې په پوسته کې له شواهدو سره وموندل چې د وژل شوي معلم مبایل ټیلفون او نور غلا شوي توکي هم د اربکیانو په پوسته کې وموندل شول.

په ننني احتجاجي غونډه کې راټولو شویو خلکو وویل چې حکومتي چارواکي دې وژونکو اربکیانو ته په عام محضر کې سزا ورکړي او محلي اربکیان دې له سیمې وباسي. دوی د احتجاج په ډول د ولسوالۍ د بازار او د ولسوالۍ د ټولو مکاتبو د بندولو اعلان هم وکړ. د یادونې وړ ده چې زرمت د پکتیا ولایت یوه له ګڼ نفوسه ولسوالیو څخه ده چې همدا اوس په کې دیارلس لیسې او د ۴۰ په شاوخوا کې ابتدايي او منځني ښوونځي فعال دي.

سره له دې چې ددې ولسوالۍ اکثریت سیمې د طالبانو په لاس کې دي او اربکیان او پولیس یوازې د ګردیز په خوا په غځیدلې لاره پوستې لري، خو داربکیانو پوستو ته د ورڅیرمه سیمو خلکو بیا بیا د عسکرو له اذیت او ظلم څخه شکایت کړی.

په پکتیا کې د محلي پولیسو او اربکیانو په ضد په داسې حال کې اولسي احتجاجونه راپورته شوي چې د اشرف غني په مشرۍ ګډ حکومت اراده لري چې د محلي پوځ تر نامه لاندې د اربکیانو د استخدام پروژه له سره پیل کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د