نظــر

د کرايې سرتيري!

په يوه هېواد کې د ښې دولت دارۍ لپاره پر دوو ستر پايو بايد ډېرپام وشي او دا دوه سترې پايې يودولت له بېخه نړولى شي او هم يې په پښو درولى شي، ممکن ځينې نور فکتورونه هم وي، خو په ټوله کې د يو دولت تر ټولو زورورې پايې معارف او نظامي ځواک دى.

زه د کرزي په بلواکه رژيم د دولت نوم اېښودل د دې اصطلاح توهين بولم، پر دې بايد د دولت خالف او موافق دواړه راسره موافق شي، چې دا دولت نه بلکې د پيسو ګټلو پروژه ده، سمه ده بايدپيسې وګټل شي، ځکه د چا اولادونه خولې بادته نشي نيولاى، خو څرنګه؟؟؟
ماته د کرزي په نيمواکه پروژه کې ترافيک تر ټولو بې ازاره ښکارېدل او تل به مې ويل چې دا ځوانان پر دې ارزي چې تر ډېرونورو يې هم معاش زيات واى، مګر کله چې له موټروانانو نه د دوى په اړه وپوښتي په کليو کې د اربکيانو پرنامه په انساني قواروکې پر پټو ځناورانو به شکر وباسې.
چې د بلواکه رژيم د دې بې ازاره طبقې له ازاره هم خبر شوم، نو حيران شوم، او پر دې پوره باوري شوم، چې رښتيا هم هغه نظام چې په نظامي ځواکونو ته يې د تمرين په حال کې د قمرګلې سندره چالانه منې که پر هغه چا بري ومومي، چې ټوله ورځ يې په ام پې ترې کې تلاوتونه او تقريرونه چالان وي.
مګر بيا هم ځينې فيسبوکي کوانجوړه خواره مبلغين د پيسو ګټلو پروژې په ټوپکواله څنګه کې کرايه شوي ځوانان سرتېري بولي.زه په زغرده وايم چې دا له کلماتو سره جفا ده،ځکه هغه څوک چې د مياشتې پوره کېدو ته ورځې شمارې، له کوره پرلپسې زنګونه ورته راځي، چې معاش دې پسې څه شو؟ ولې سرتېرى وبلل شي او ولې تر سر تېر شي؟؟؟
دا منم چې د پيسو ګټلو د پروژې په ټوپکواله څانګه کې ځوانان بايد له سره ونه وژل شي، اونه هم بايد د کرزي يا يې هم د بادارانو له تلو سره دا ټول سيستم ګډوډ شي، موږ بايد تېر ته په کتو دا زده کړو چې همدا کرايه شوي ځوانان داسې روزلى او را اړولى شو، چې په جېب کې به يې له لوڅو فلمونو ډک موبايل ټول له تلاوته ډک وي او دمخې په جېب کې به يې ياسين شريف اېښى وي.
دوى به بيا قرآن ښکلوي او ديو کافر په وړاندې به جګړه کوي، مګر هو تر هغو پورې چې دا کرايه شوي ځوانان د احساس، شعور، مسووليت او اسلامي مينې له مخې کار ته تيارېږي، نو دا دسرتېري کلمه ورته استعمالول به زياتى وي.
ځکه سرتېرى داسې وي،چې د خپلو ارزښتونو دساتلو لپاره خپل اولادهم قرباني کوي، دوى خو د خپلو اولادونو لپاره دولتي رنجري قرباني کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x