Customer care, care for employees, human resources, life insurance, employment agency and marketing segmentation concepts. Central composition.

د دې لسو کارونو په ترسره کولو سره غوره مدیر شئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل    

په دې لیکنه کې له لسو کارونو څخه یادونه شوې ده، چې په ترسره کولو سره یې کولای شئ، غوره مدیر شئ. نن یې یو او سبا یې بل وټاکئ، د دوو اوونیو په لړ کې به غوره مدیر شئ.

۱ ـــ تر ټولو غوره کسان وټاکئ

تاسو د یوه مدیر په توګه یوازې دومره ښه یاستئ، چې د ټیم غړي مو ښه وي. له هماغه پیله د غوره افرادو په ټاکنې سره، د بریالیتوب له پاره، ځان ته غوره چانس ورکړئ. د هغو پوښتنو په اړه، چې په کاري مرکو کې پوښتل کېږي، مطالعه وکړئ، ترڅو زده کړئ، چې د یوې دندې له پاره څنګه غوره داوطلبان وټاکئ.

۲ ـــ انګېزه بښونکي واوسئ

موږ انسانان هغه کارونه ترسره کوو، چې غواړو ترسره یې کړو. کله وخت غواړو داسې یو کار ترسره کړو، چې نه ترسره کول یې ښې پایلې نه لري، په داسې حال کې، ډېری وخت د هغې ګټې په خاطر، چې ورڅخه تر لاسه کېږي، کار ترسره کوو.

د کار په اړه هم همداسې ده، افراد د ډېرو پیسو، اعتبار او یا د مشهورتیا په خاطر ښه کار کوي.

افراد بد کار کوي، ځکه غواړي، چې ورته ستونزمن نه وي او عین حال کې ګټه هم تر لاسه کړي، هغوی واقعاً سخت کار کوي، ځکه غواړي، خپل د پام وړ فرد تر اغېزې لاندې را ولي. د دې له پاره، چې خپلو افرادو ته غوره انګېزه ورکړئ، نو پوه شئ، چې څه غواړي او څنګه کولای شئ، چې په واک کې یې ورکړئ، ترڅو هغه ډول، چې تاسو یې غواړئ، کار وکړي.

۳ ـــ خپل ټیم جوړ کړئ

دا چې افراد په کار کې د بریا له پاره انګېزه ولري بسنه نه کوي، هغوی باید د یوه ټیم په توګه د یو بل ترڅنګ کار وکړي، ترڅو ډله خپلو موخو ته ورسوي. که چېرې له هغوی ټولو څخه وغواړو، چې په یوازې توګه خپل کار ترسره کړي، نور نو تاسو ته اړتیا نه شته، چې هغوی په یوه ټیم کې مدیریت کړئ، همداسې نه ده؟

۴ ـــ یوازې مدیر مه اوسئ، بلکې رهبر هم واوسئ

تاسو دا ټیم له غوره افرادو څخه جوړ کړی دی، د ډېرو ښو او اغېزمنو کړنو له پاره مو هغوی ته انګېزه ورکړې ده، کوم څیزونه له قلم څخه پاتې دي؟ تر هغه وخته، چې ټیم ته تګلوری ور ونه ښایئ؛ تر کله چې انګېزه په موخه بدله نه کړئ او د ټینګښت له پاره یې ټیم رهبري نه کړئ، انګېزه ورکول بې ارزښته دي. هغه څه چې یو مدیر له خپلو سیالانو څخه جلا کوي، د نورو افرادو په رهبرۍ کې د هغه وړتیا ده. په یاد ولرئ، چې رهبران د سازمان په ټولو سطحو کې پیدا کېږي، نو یو له هغو څخه واوسئ.

۵ ـــ د خپلو اړیکو د ټینګښت مهارتونه پیاوړي کړئ

ښایي د اړیکو د ټینګښت مهارت، د یوه مدیر تر ټولو غوره مهارت وي، په ضمن کې نور ټول مهارتونه دې پورې تړلي دي. که چېرې ونه شئ کولای، چې خپل لید لوری نورو ته ولېږدوئ، نه شئ کولای، چې یو رهبر واوسئ. که چېرې افراد پوه نه شي، چې څه غواړئ، نه شئ کولای، چې هغوی ته انګېزه ورکړئ. کولای شو د اړیکو د ټینګښت مهار په تمرین سره ښه کړو.

۶ ـــ د پیسو په مدیریت کې غوره کړنې ترسره کړئ

د دې له پاره، چې یو شرکت په کار کې پاتې شي، نو باید پیسې مدیریت کړي، یانې دا چې پیسې وګټئ او د ګټې په پرتله مو لګښت را کم کړئ. په سازمان کې ستاسو په رول پورې اړوند، ښایي په یوه یا بله برخه کې ډېر نفوذ ولرئ، خو باید دواړه درک کړئ. تاسو کولای شئ، چې له خپل شرکت، کارمندانو او دغه راز له خپل ځان سره مرسته وکړئ، چې د شرکت د پیسو په مدیریت کې غوره کړنې ترسره کړي. مه پرېږدئ، چې دا شمېرې یا دا واقعیت، چې په ریاضي پورې تړاو پیدا کوي، تاسو زړه تورن کړي.

۷ ـــ په غوره توګه وخت مدیریت کړئ

په احتمالي توګه هغه څه چې له پیسو څخه یې کم لرئ، وخت دی. هر څومره، چې کېدای شي وخت په غوره توګه مدیریت کړئ، هم تاسو او هم نور به د یوه غوره مدیر په توګه  واوسئ.

۸ ـــ په ځان کې ښه والی راولئ

دومره په افرادو باندې تمرکز وکړئ، چې خپل ځان درنه هېر شي، خپل کمزوري ټکي پیدا او له منځه یې یوسئ. که چېرې د دې مقالې د لوستلو په حال کې یاستئ، نو دا د دې ښکارندویي کوي، چې د دې موضوع مفهوم درک کوئ.

۹ ـــ اخلاقي مدیریت تمرین کړئ

رسوایانې، لکه د انرون شرکت رسوایي، واقعاً په دې موضوع باندې ټینګار کوي، چې په کسب او کار کې اخلاق تر کومه بریده مهم دي.

۱۰ ـــ ځان ته آرام او استراحت ورکړئ

که چېرې له بریده زیات اروایي فشار ولرئ، نو د یوه مدیر په توګه به ډېر کم اغېزمن واوسئ. زغم مو کمېږي، په افرادو باندې ډېر غوسه کېږئ او هېڅوک نه غواړي، چې تاسو ته نیږدې شي. ځان ته آرام او استراحت ورکړئ، ځان ته چانس ورکړئ، ترڅو خپل اعصاب آرام کړئ او خپله هوساینه او آرامتیا بېرته تر لاسه کړئ. خپل ډېر اغېزمنتوب، کله چې له لاسه مو ورکړی و، لا پسې به زیات کړئ. تفریح وکړئ او یا یوه ساحل ته لاړ شئ او هلته ډډه ولګوئ.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.