اختیاري او غیر اختیاري قیلوله

بخت الرحمن شرافت

دامریکا د پنسلوانیا ایالت د پیرلمان علمي ادارې د (کورونو لوژیکي او نفسیاتي) ادارې مسؤل ډاکټر (ډاویډ ډینجز) وایې، څرنګه کولی شو د نیمي‌ ورځي د یوګړي لپاره سترګو پټولو څخه ډیره جسماني او دماغي توانایې ترلاسه کړو.

ډاکټر ډینجز زیاته کړه: خلګ په دوه ډوله باندي دنیمي ورځي خوب یا قیلوله کوي

اخیتاري او غیر اختیاري: اختیاري قیلوله هغه وي چې کس خپله اراده وکړي کارونه یوې خواته کړي او د ليږ ګړي لپاره چیري بیغمه له شور او زوږ څخه لري ځاي کې دخوب په نیت سترګي پټي کړي.

او غیر اختیاري نیم ورځنی خوب یا( قیلوله) هغه قیلوله ده چي خوب کونکي کس باندي غیر اختیاري خوب حمله وکړي لاسونه او پیښی کمزوري محسوسه کړي سترګي یې پټي‌ او سر ور باندي وځړیږي.

ډاویډ وایې, ښه قیلوله چې انسان ورڅخه جسماني او دماغي‌ ګټه اخیستلی شي‌ هغه اختیاري قیلوله ده،‌ کوم چی کس خپله که خوب ورځي او که نه د لږ ګړي لپاره دکارونو څخه ځان بیغمه او د قیلولې په نیت څملي, نوموړی وایې دا ډول کسان هغه کسان وي چې دشپي لخوا یې خوب منظم او پر ترتیب برابر وي،‌ همیشه هڅه کوي پر ټاکلي وخت باندي څملي او ټاکلي وخت باندي وپاڅیږي،‌ دشپي لخوا له شپږ ساعته څخه زیات خوب نه کوي قیلوله یې اړینه بللې وي.

نوموړي زیاته وي چې دا ډول کسان ډیر وخت د (REM) په حالت کې خوب کوي (REM) یا (ریپیډ آي مومنټ) دخوب هغه حالت ته ویل کیږي چی انسان په ژور خوب ویده وي،‌ او ډ‌یری وخت خوب کونکي کس خوب هم دغه صورت کي ویني،‌ کچیري د (REM) یا ژور خوب په حالت کي مونږ دخوب کونکي کس سترګي لڅي باڼوګات یی پورته کړو د خوب کونکي کس سترګي به دومره تیز حرکت کوي چي ورته کتونکی کس به د ویري‌ احساس وکړي.

غیر اختیاري نیمه ورځ یا قیلوله کونکی کس:

ډاکټر ډاویډ ډینجز وایې، دغه خوب کونکي کسان هغه کسان دي چې د شپي لخوا خوب یی هم غیر منظم او بي‌ ترتیبه وي خوب به ډیر یا کم کوي، لیکن د ژور خوب (REM) حالت کې خوب کولو څخه به بي برخې وي، کله مجلس کي‌ ورباندي خوب غلبه وکړي،‌ کله بس کي او کله هوایې ډګرکي‌ چوک‍‍ۍ باندي سر په ځړیږي.

دا ډول خوب تر ټولو لومړی د انسان پر څنګلو بیا لاسونو او وروسته بیا باڼو ګانو او اخیر کې مغزي باندي برید کوي،‌ خوب کونکی کس کله هم له دا ډول خوب کولو څخه ګټه نشي‌ اخستلی ځکه خوب غیر اختیاري وي او ده ورته چاپیریال نه وي‌ جوړ کړي که لس ساعته سر په و ځړیږي‌ خو بیا هم ژور خوب باندی نشي ویده کیدلی،‌ کله چی نوموړی ژور خوب ته نږدې کیږي، له کومې خوا څخه ورباني غږ وشي او بیرته نیم بیداره شي.

ډاکټر وایې دا ډول خوب څخه د انسان دماغ ته هیڅ ګټه نه رسیږي،‌ ځکه دغه ډول خوب چې اول کې د انسان څنګلو بیا لاسونو, باڼوګانو،‌ مغزو باندی اثر کوي او اخیر کي یې اثر تر دماغه ورسیږي، کله چې ددا ډول خوب کولو اثر تر دماغه پوري سرایت وکړي دماغه د ارامۍ احساس وکړي،‌ کله چې دماغ ارام شي‌ دانسان دبدن عضلات کار پریږدي، خوب کونکی کس ډب را پریوزي او د غیر منظم او غیر مرتب خوب فیلم یې بیرته له سره شي.

ډاکتر وایې کوم کس چې ددغه ډول خوب کولو احساس وکړ،‌ دغه کس پرځاي ددې چې ځان له خوب سره په کش مکش کې واچوي یو ګلاس کافي دي‌ وڅښي تر څو خوب یې وتیښتي ځکه له داډ‌ول خوب کولو څخه بي خوبي ډیره بهتره ده.

ډاکټر ډینجز وایی دا ډول خوب کولو باندي‌ په اروپا او امریکا کې ډیر خلګ اخته دې، زیات خلګ به وویني بسونو او ریل ګا ډو کې به سرونه په ځړیږي،‌ چې عمده لامل یې دشپې لخوا غیر منظم او بي ترتیبه خوب کول دي.

ډا کټر ډاویډ دینجز وایې زه او زما ملګری ټیم تر اوسه په دې نه یو توانیدلي چې انسانانو ولي د ورځي په نیمایې کې د لږ ګړي لپاره خوب کولو ته اړتیا وموندله.

نوموړی وایې له اوږدو بحثونو څخه دې پایلې ته ورسیدو چې انسان الله پاک طبعا داسي‌ خلق کړی چې باید د شپې لخوا خوب او د ورځې لخوا څخه کار وکړي، خو داچی ځمکه یوه استوایې مرطوبه او ګرمه کره ده او انسان الله پاک دغي ځمکه باندي خلق کړي او ورځ د شپې په پرتله ګرمه وي،‌ نو مونږ څه نا څه پوه سوو چې ګرمه او نمجنه هوا کې د ورځي له لخوا څخه دلږ ګړي لپاره سترګي پټول انسان ته زیاته بدني او جسماني قوت او ځواک بخښي.

باید وویل شي چې د الله جل جلاله رښتني پیغمر له نن څخه څو سوه کاله وړاندی خپل ځان او ملګرو باندي د ورځي لخوا د یو ګړي لپاره خوب کول لازمي کړي او خپل ملګري یې قیلوله کولو باندي توصیه کول.

چې دغه د نن په عصري او جدیدو وسا‍ئیلو سره غربي نړۍ د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دخبرو او وینا وو تائد کوي او خلګ د ورځي لخوا څخه قیلوله کولو ته رابولي، حتي‌ ځینی هیوادونوکې د شرکتونو مالکانو خپلو شرکتونو کې دننه دشرکتونو دکارکونکی لپاره د قیلولې کولو ځایونه جوړ کړي او دشرکت کارکونکو باندي یې د لږ ګړي لپاره قیلوله کول لازمي کړي.
او ځیني‌ شرکتونو دا هم ویلي چې کله مو په شرکتونو کې پر کارکونکو باندي قیلوله لازمي کړي د شرکت په تولیداتو کي مو زیاتوالی راغلی او کارکونکې مو هم دپخوا په پرتله د هوسایې او ارامۍ احساس کوي.



یوه تبصره

  1. I saw this in China many years ago. Every day at lunch time all workers were taking nap no machines were running’

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.