افغانستان به له ۳هیوادونو سره پنځه ورځنۍ لوبې کوي
د افغانستان کرکټ بورډ رسنیزه خبرپاڼه:
راپور: فرید هوتک
ایډیټر: الهام یاسیني
افغان کرکټ ملي لوبډله اماراتو ته سفر کوي
افغان کرکټ ملي لوبډله په اماراتو کې له کاناډا، ایرلینډ، کینیا او اماراتو سره د فبرورۍ میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې پنځه یو ورځینۍ لوبې کوي.
افغان کرکټ بورډ ته د کرکټ نړیوالې شورا ډاډ ورکړی چې افغان ملي لوبډله به دوه یو ورځینۍ لوبې د کاناډا، کینیا او یا ایرلینډ هیواد سره کوي او درې نورې یو ورځینۍ لوبې به د متحده عربي اماراتو لوبډلو سره کوي.
ایرلینډ، کاناډا او کینیا د نړیوالو یو ورځینیو سیالیو جام لپاره د دوبۍ په ښار کې چمتوالی نیسي، د نوموړو لوبډلو څخه به دوه هیوادونه دوه ۵۰ اوریزه لوبې له افغانستان سره د فبرورۍ په ۶ او ۸ نېټه کوي.
د افغان ملي لوبډلې به درې نورې یو ورځينۍ لوبې د متحده عربي اماراتو له ملي لوبډلې سره کوي چې تر اوسه لا نه ده ټاکل شوې چې د فبرورۍ په څوومه نېټه به وي.
افغان ملي لوبډله به د حمید حسن په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته د جنورۍ په ۲۷ نېټه سفر کوي او دا ټولې لوبې به د افغان ملي لوبډلې په کورني کرکټ سټډیم(شارجه) کې ترسره کیږي.
د دې لوبو لپاره افغان کرکټ ملي لوبډله په لاندې ډول ده:
حمید حسن ، نوروز منګل ، کریم صادق ، نور علي ځدران ، شاپور ځدران ، میرویس اشرف خروټی ، شفیق الله شفق ، ګلبدین نایب ، سمیع الله شینواری ، شبیر نوري ، عبدالله مزاري ، محمد سمیع اغا ، محمد شهزاد ، محمدنبی عیسی خیل ، جاوید احمدي او اصغر سلام خېل
تاند