افغانستان

هلمند:دوه اربکيان په خپل منځي شخړه کې وژل شوي

د هلمند چارواکو نن رسنيو ته ويلي چې د دې ولايت په مارجه ولسوالۍ کې د اربکيانو د خپل منځي شخړې له امله دوه تنه وژل شوي دي. د سيمې اوسېدونکي وايي چې له پوستې سره نږدې دوکان کې د دو اربکيانو ترمنځ د چرسو پر اخېستلو لانجه راغله ، چې خبره يې تر ماشو ورسېده.

دا په داسې حال کې دى چې دوه ورځې وړاندې هم د پکتيکا د سپينه په کلي دوه تنه اربکيان په خپل منځي شخړه کې سخت ټپيان شوي و، چې هلته يې هم لانجه د نشه يي توکو پر سرپېښه شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x