نړۍ

سي آی ای هغه جاسوس ونازاوه چې کرزی یې ژغورلی وو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ وږي، ۱۳۹۶): د امریکا استخباراتي شبکې «سي آی ای» پر خپلې اویایمې کلیزې هغه جاسوس ته مډال ورکړ چې په ۲۰۰۱ کې یې حامد کرزی له مرګه ژغورلی وو.

د تفصیلاتو سره سم د تیرې دوشنبې په ورځ د امریکا استخباراتي ادارې د «ګریګ وګل» په نامه جاسوس ته د «ټرایبلیزر» په نامه جایزه ورکړه، کومه چې د سي آی ای هغو جاسوسانو ته ورکول کیږي چې تاریخي کارنامې تر سره کوي.

په ۲۰۰۱ کې چې کله حامد کرزی د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د امریکایانو په ملتیا او مرسته د طالبانو پر ضد خلک پاڅون ته را بلل، امریکايي جاسوسان ورسره ملګري ول.

امریکايي الوتکو د جي پي ایس د غلطو معلوماتو تر لاسه کولو له امله یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر موقعیت بمبار وکړ چې له امله یې ۳ امریکايان ووژل شول او پنځه افغانان چې د کرزي پر ساتنې ګمارل شوي وه، هم له منځه ولاړل.

د سي آی ای په قول که چیري امریکايي جاسوس «ګریګ وګل» د بمبار پر مهال حامد کرزي ته نیژدې نه وای، او هغه یې پر عینې موقع باندي ژغورلی نه وای، حامد کرزی به وژل شوی وای.

په راپور کې راغلي چې د سي آی ای جاسوس «ګریګ وګل» له ډېره وخته د امریکا د استخباراتو په استازیتوب د حامد کرزي سره په اړیکه کې وو او د نوموړي لپاره یې لاره هوارول.

دا پېښه په دقیقه توګه د کال ۱۳۸۰ هجري شمسي کال د لیندۍ میاشتې پر ۱۲مه په روزګان ولایت کې را منځته شوه او په همدې ورځ حامد کرزي د امریکا او ایتلافي ځواکونو له لوري ولسمشر انتخاب شو.

حامد کرزی چې د افغانستان په اوسنیو سیاسي شخصیتونو کې د امریکایانو د بمباریو او ستراتیژیو تر ټولو ستر غندونکی بلل کیږي، ادعا کوي چې اوس د امریکا په اصلیت پوهه شوی چې په افغانستان کې یې شتون د افغانانو په ګټه نه دی، بلکې د جګړې د ادامې اساسي لامل دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x