
د مکسیک زلزلې تر اوسه ۲۲۴ تنه وژلي / ویډیو
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ وږي، ۱۳۹۶): د مکسیک د تیرې ورځې زلزلې د قربانیانو شمېر ۲۲۴ تنو ته پورته شو او ډیرې ودانۍ تخریب شوي دي.
د مسکیک چارواکي وايي چې د یوه مکتب د نړېدو له امله لږ تر لږه ۲۱ تنه ماشومان وژل شوي دي او ۲۰ تنه نور ورک دي.
د زلزلې قوت ۷.۱ ریکارډ شوی دی، او په تېرو ۳۲ کلونو کې د وژنو او تخریب له امله دا تر ټولو ستره طبیعي فاجعه بلل کیږي.
چارواکي وايي چې کیدای شي د وژل شویو کسانو شمېره تر دې هم پورته شي ځکه چې تر اوسه د ژغورنې چارې بشپړې شوي نه دي او لا یو شمېر کسان لا درکه دي.
د مکسیک په منځنۍ سیمه د «بویبلا وموریلوس» په نامه ایالت کې د ۵۱ کیلومتره په عمق په ۷.۱ قوت سره یاده زلزله وشوه چې له امله ډیری ودانۍ تخریب او لړزېدلې دي.
په یوټیوب او ټویټر کې د زلزلې د وخت او وروسته ډیرې ویډیوګاني خپرې شوي، چې ځیني یې لاندي لیدلای شئ:
https://www.youtube.com/watch?v=2F_zlqqkOv8
https://www.youtube.com/watch?v=Yc7Qize3irY
https://www.youtube.com/watch?v=qB1vSf2jIBk