نړۍ

پېښور: د فساد په تور ۱۳۰ پولیس له دندو ګوښه کړای شول

د خیبرپښتونخوا حکومت  ۱۳۰ په فساد ککړ  پولیس له دندو ګوښه کړي. 

د پولیسو پلټونکی آمر  بي بي سي ته ویلي چې  خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر په لارښونې   ۶  میاشتې مخکې د فاسد او له خپل  واک څخه غلط فایده اخیستونکي پولیسو په خلاف کار پیل شو.

دده په وینا  د خیبرپښتونخوا د بېلا بېلو ولسوالیو څخه هغه ۱۳۰ پولیس له دندو لرې کړي چې  جرمونه پرې ثابت شوي دي.

د پولیسو د مشر په وینا زیات شمېر پولیس  د ولسي وګړو  په شکایت  لرې شوي.

په خیبرپښتونخوا کې په لومړي ځل داسې   په ستره پیمانه پولیس له دندو لرې کیږي.

د  پېښور بالعموم او نورې پښتنو سیمو پولیس په ځانګړي ډول افغانان خورا سخت ځوروي. زیات شمېر افغانان چې د مریضانو د تداوۍ لپاره پاکستان ته ځي، د پولیسو لخوا ترې په بېلا بېلو نومونو پیسې اخېستل کیږي. مثلا: پاسپورت باندې دې سپيشل برانچ ټاپه نشته، دې سیمه کې ګرځېدل منع دي، په کوم ځای يې لیکلي چې دې کس  نه پیسې مه اخله او داسې نور.

یواځې دا نه چې پاسپورت درلودنکي خلک تنګوي بلکې هغه افغان مهاجرینو ته چې د پاکستان لخوا رسمي کارتونه ورکړل شوي هم د پولیسو لخوا سخت ځورول کیږي او په بېلا بېلو نومونو ترې پیسې اخلي.

افغانان د نیشنلیانو په حکومت کې د پولیسو لخوا خورا سخت وځورېدل، د تحریک انصاف د حکومت د راتګ سره سم د پخوا په پرتله نسبتا پولیس ډیر تنګول نه کوي او د قانوني اسنادو په درلودلو سره خلک پریږدي.

دا چې په داسې لویه پیمانه په فساد ککړ پولیس له دندو لرې کړای شول د هغو افغانانو لپاره هم ښه زیرې دی چې پاکستان کې اوسیږي او یا هم د تداوۍ لپاره ځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x