نړۍ

ایراني ځواکونو په لسګونو افغان کډوال وژلي دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ وږي، ۱۳۹۶): یو شمېر هغه افغان کډوال چې غوښتل یې د ایران د «شیراز» ښار څخه پلازمینې تهران ته سفر وکړي، ایراني پولیسو یې پر موټر ډزي کړي دي چې له امله یې موټر چپه شوی او په لسګونو کډوال وژل شوي دي.

د راپورونو سره سم پېښه په دقیقه د ایران په «استان شیراز» ولایت کې را منځته شوې ده او په وژل شویو کې اکثره افغانان د تخار ولایت ښودل شوي دي.

د تخار ولایت د والي ویاند «سنت تیمور» رسنیو ته ویلي، یو شمېر هغه افغان ځوانان چې ایران ته په غیر قانوني توګه کډوال شوي وه، تهران ته پر لاره د پولیسو د ډزو سره مخ شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

نوموړي د وژل شویو افغانانو دقیق شمېر په ګوته نه کړ خو وې ویل چې په قربانیانو کې ۱۵ تنه د تخار ولایت دي. بلخوا په ایران کې د افغان کډوالو ځینو سرچینو ویلي چې ټول وژل شوي کسان ۲۳ تنه دي.

تر اوسه په دې اړه د ایران دولت او نه هم په ایران کې د افغانستان سفارت رسما څه ویلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x