نړۍ

د افغانستان لپاره د امریکا نوی سفیر تایید شو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ وږي، ۱۳۹۶): د امریکا کانګریس د افغانستان لپاره د جان بس په نامه نوی سفیر تایید کړ.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره میاشت نوموړی د کابل سفارت لپاره کانګریس ته معرفي کړی وو. کانګریس تېره ورځ نوموړی تایید کړ او ټاکل شوې چې ډېر ژر به د کابل سفارت چارې په رسمي ډول تسلیم کړي.

جان بس د امریکا په وزارت خارجه کې پخوانی مامور دی، نوموړی ددې تر مخه په ترکیه او په جورجیا کې د امریکا سفیر پاته شوی او همداراز یې په عراق، ایټالیا، بلجیم او افریقايي هیواد «چاد» کې د دیپلوماټ په حیث کار کړی دی.

باید وویل شي چې په کابل کې د امریکا سفیر ته په سیاسي او ملکي چارو کې تر ټولو قوي شخص په سترګه کتل کیږي.

د کتونکو په باور په افغانستان کې تر ۱۲ زره زیات امریکايي پوځ او پر کابل حکومت باندي د امریکا سفارت د ځانګړي اغیز له امله د کابل سفارت د امریکا لپاره زیات اهمیت لري، ځکه ورته د وزارت خارجې تر ټولو تجربه کار کس انتخاب شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۴ کال جنجالي ټاکنو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په نوښت د «ملي وحدت» په نامه ګډحکومت هم د کابل په سفارت کې جوړ شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
داکتر منصف أندر

سفير مه وايه , وايه سي دي أفغانستان لپاره نوي رئيس تعين شو

الحاج استاذ بیانزی

د اندړ صاحب، کوچنی جمله مګر له حقیقت او معنی ډکه جمله زه هم تاییدوم او ورسره زیاتوم جه : تعینات او د عسکرو زیاتول د دی له امله نوی کوی چه افغانستان د لویو قدرتو هدیره هیواد دی ، د اشغالګرو سره دا هیله چه افغانستان به هضم کړی یوه لسیزه د مخه لا لیری شوی ، اوس په دی غم کی دی که خمیروی پوزه یی د ځان د پاره جوړه کړی وی او د پخوانی شوروی اتحاد د برخه لیک سره مخ نه شی [( سربیره پردی چه ټولی مستعمری یی له لاسه ورکړی کومی چه نیمه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x