نړۍ

جواد ظریف: د ټرمپ جاهلانه څرګندونې په ځواب نه ارزي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ وږي، ۱۳۹۶): د ایران د بهرنیو چارو وزیر (محمد جواد ظریف) د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د امریکايي ولسمشر ټرمپ څرګندونې غندلي دي.

ظریف د ټرمپ وینا له جهل او کرکې ډکه بللې او په خپلې ټویټر پاڼه یې لیکلي:

«دغه ډول جاهلانه او له کرکې او نفرته ډکې څرګندونې د منځنیو پیړیو ویناوې دي، نه د یوویشتمې پیړۍ».

تېره ورځ امریکايي ولسمشر ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ایران «سپین سترګی هیواد» او د تشدد صادروونکی وباله او ویې ویل چې [د اوباما په وخت کې] له ایران سره د اتومي پروګرام په اړه لاسلیک شوې معاهده امریکا د ځان لپاره توهین ګڼي.

ټرمپ وویل چې د ایران ولس د خپلو مشرانو د ناسمو دریځونو قربانی او له مشکلاتو سره مخ دی. خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر یې په غبرګون کې ویلي چې «هیڅوک له ایراني ولس سره په جعلي خواخوږیو نه غولیږي».

جواد ظریف زیاته کړې چې هیواد یې د ټرمپ څرګندونو ته هیڅ ارزښت نه ورکوي او په دې باور دی چې په ځواب هم نه ارزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x