ټولنیزه برخه

په ځان کی بدلون راوله ( پرمختګ وکړه ) (۴)

دا به مو ډير لیدلی وی چی کله د یوه ۲۰ کلن ځوان سره کینو ، هغه یو خاص اسلوب ، ښکلی منطق او روښانه فکر لری او چی کله د همدغه ځوان عمر ۳۰ کالو ته ورسیږی نو وینو چی هغه هماغسی دی لکه څنګه چی په ۲۰ کلني کي وه د هغه په فکر، اسلوب او منطق کی هیڅ فرق نه دی راغلی .
خو ډير کم داسی وی چی هغه د خپل ژوند او عمر سره پر مختګ کوی ، هغه هر ورځ د پرون نه پرمختګ کړی وی ، بلکه هغه هر ساعت په دیني او دنیاوي لحاظ پرمختګ کوی ، که غواړی چی د دغسی خلکو قسمونه و پیژنی نو راځه چی د دوی په حال نظر واچوو :

د تلویزون مثال :

څه خلک داسی وی چی هغه د تلویزون معلوماتی ، علمی ، مرکي او ادبي پروګرامونه ګوری او د هغي په وجه د خبرو کولو ،بل په خپلو خبرو باندی قائله کولو او داسی نوري طریقی ترینه زده کوي .

څه خلک بیا داسی وی چی هغه د تلویزون په پرده د مینی ، افساني او یا هم جنګي فلمونه ګوري .

اوس راځه د دغه دواړو ژوند ۵ او یا لس کاله وروسته تجزیه کړو چی کوم یو د خپلو مهارتونو نه په صحیح طریقه استفاده کړی ده ، که مونږ د دواړو په حال ښه فکر وکړو نو دا به راته معلومه شی چی اولني کس د دویم په نسبت ډیر پوه دی که چیرته هغه په کوم ځایی کی خبره کوی نو یا به کومه علمی او تاریخی واقعه بیانوی اویا به یی د معلوماتو پراخه خزانه د هغه سره وی .

دویم کس به تل د فلمونو او ډمانو خبری کوی تر دی به په دی شیانو کی ډوب وی چی د بدلی ،متل ، ایات او حدیث ترمنځ به فرق هم نشی کولی زما یاد دی چی یوه ورځ یو کس په یو مجلس کی وویل :

الله عزوجل فرمایلي : ته کوشش وکړه زه هم درسره یم ، ما ورته وویل د ا یت نه دی د هغه رنګ زیړ شو او ډير حیرانه پاتی شو، د دغه سړی په هغه خبره کی ما پلټنه وکړ ه او دا راته معلومه شوه چی دا په یوی مصری ډرامی کی مشهور متل وه .

رښتیا هم هغه چا څومره ښه ویلی دی : (( په دیګي ( کاسه ) کی چی څه وه هم هاغه ترینه توی شول)) .
ډير خلک داسی وی چی اخبارونه او تلویزون د دی لپاره ګوری چی خپل معلومات زیات کړی او د ورځنی حالاتو نه خبر شی خو ډير بیا داسی وی چی هغه اخبارونه او تلویزون د فلمی او سپورټي خبرو لپاره ګوري .

عبدالله یو جذباتي انسان دی خو هغه د بعضو مهارتونو نه بی برخي دی ، عبدالله یوه ورځ د خپل کور نه د جومات لپاره و وته تر څو د ماسپښین لمونځ په جمعی سره ادا کړي، هغه په لاره کی ولیدل چی یو سړی د خرما وني ته ختلي دی او د خرما ونه پاکوی ، عبدالله د دغه سړی په لیدلو سخت حیران شو او د ځانه سره یی و ویل : دا څرنګه انسان دی چی د لمونځ هیڅ فکر ورسره نشته داسی معلومیږی چی ده بیخی اذان نه وی اوریدلی عبدالله په غصه لهجه دغه کس ته وویل :

د لمانځه وخت دی را کوز شه .

هغه ورته په دیر ارامه و ویل : ښه ،ښه .

عبدالله ورته وویل : خره ! زر کوه لمونځ ته راځه .

هغه ورته و ویل : خر دی چاته و ویل .

هغه د خرما د ونی نه یوه لښته را ماته کړه او د ونی نه راکوز شو ،عبدالله چی دا حال ولیده مخ یی پټ کړ تر ځو یی دغه کس ونه پیژنی او جومات ته په منډه لاړه .

هغه کس د غصی په حال کی خپل کور ته لاړه او د ماسپښین لمونځ یی په کور کی اداء کړ د لږی دمی وروسته بیا د خرما وني ته وخته تر څو پاتی کار هم پوره کړی .

د مازیګر د لمانځه وخت راغي عبدالله بیا دجومات په لور رهي شو ویی لیدل چی هماغه کس د خرما په ونه کی په کار لګیا دی عبدالله دا ځل د خبرو طریقه بدله کړه او هغه ته یی و ویل :

السلام علیکم …… څنګه یی ؟

هغه کس ځواب ورکړ : الحمد لله ښه یم .

عبدالله ورته و ویل : الله دی نور هم کا میاب لره ، دا ځل خرما ځنګه وی ؟

هغه ورته ځواب ورکړ : د الله شکر دی .

عبدالله ورته و ویل : الله دی توفیق درکړی ، الله عزوجل دی په مال او اولاد کی برکته واچوه .

هغه سړی د عبدالله په دی دعا ډير خوشحاله شو او د عبدالله مننه یی وکړه عبدالله ورته بیا و ویل :

داسی ښکاری چی تاسو په خپل کار کی ډير مصروفه وی او اذان مو نه دی اوریدلی ، د ماریګز اذان یی کړی او نزدی ده چی جمع ودریږی ، راڅه راکوز شه لږه دمه به هم وکړی او د مازیګر لمونځ به هم اداء کړی د هغی نه وروسته بیا خپل کار پوره کړه ، الله دی روغ لره .

هغه سړی و ویل : ولی نه ، د وني څخه را کوز شو او د عبدالله سره یی په ډيره مینه ستړی مشی وکړه ، عبدالله ته یی و ویل :

مننه ، ماسپښین یو کس داسی تیر شو ،کاش ! چی زه هغه و وینم او ورته و وایم چی خر څوک دی .

نتیجه :

دا په یاد ولره چی ته د خلکو سره څنګه معامله کوی خلک هم درسره په هماغه طریقه معامله کوی .

لیکوال: محمدبن عبدالرحمن العریفي
ژباړن: عبدالباري جمال

ددې لیکني مخکنۍ برخه:
http://nunn.asia/leekani/social/10226

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x