افغانستان

تخار: د قومندانۍ د استخباراتو مدیر وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ وږي، ۱۳۹۶): د تخار ولایت چارواکي وايي چې د ورسج ولسوالۍ امنیه قومندانۍ د استخباراتو مدیر تېره شپه ووژل شو.

د تخار ولایت د امنیه قومندان ویاند عبدالخلیل اسیر رسنیو ته ویلي چې تېره شپه پر نهه بجې د ورسج ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د استخباراتو مدیر څارمن «غلام رباني» د خپل کور په دروازه کې نامعلومو کسانو وواژه.

نوموړي وویل چې د پيښې په تړاو یې یو کس نیولی دی او تحقیقات یې پیل کړي دي.

تر اوسه د نوموړي د قتل مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

طالبانو تېره ورځ د تخار په اړه پر خپل وېب پاڼه د یوې بلې پيښې خبر ورکړ او وې ویل چې د اشکمش ولسوالۍ اړوند په مهاجر قشلاق سیمه کې د ماین په واسطه یو ټانګ ویجاړ کړ چې له امله یې شاوخوا ۹ تنه عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x