
طالبانو په هلمند کې د دوو غلو د نیولو خبر ورکړ
نن ټکی آسیا: وسلوال طالبان وايي، چې د هلمند ولایت د نوازد ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې دوه تنه غله ژوندي او لاس په لاس نیولي دي.
د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وايي،چې د دوی وسلوالو کسانو تېره ورځ ماسپښین شاوخوا درې بجې د نوازد ولسوالۍ په برنګ کاریز سېمه کې د میرا جان او عبدالغني په نومونو دوه تنه مشهور غله چې د خلکو مالونه او نغذي پیسې یې هم غلا کړې وي، نیولي دي.
ویل کېږي، چې یاد غله له نېول کېدا وروسته د طالبانو شرعي محکمې ته د وروستۍ پریکړې په موخه سپارل شوي دي.