افغانستان

ډاکټر ځلاند د حکومت چارواکو او پلویانو ته چلنج ورکړ

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ وږي، ۱۳۹۶): د کابل پوهنتون استاد او د سولې فعال ډاکټر فیض محمد ځلاند په کابل کې د ګډحکومت ټولو چارواکو او پلویانو ته چلینج ورکړی دی چې خپل مشروعیت دي ثابت کړي.
نوموړي پر خپل پاڼه لیکلي: « زه هم په خپل وار ټولو ارګ پلوو ته چلنج ورکوم چې دوي دي د خپل مشروعیت دفاع راڅخه وکړي، رسنۍ، ځای او وخت ددوی انتخاب، دا ګز دا میدان».

بل لوري ته د شمشاد تلویزون د «تاوده بحثونو» چلوونکي میرویس ستانکزي پر خپل فیسبوک پاڼه ځلاند او مخالف لوري ته یې بلنه ورکړې چې د شمشاد تلویزون له لاري دي دغه مناظره وکړي، دوی به په بې پریتوب سره د مناظرې کوربه توب وکړي.

باید وویل شي چې د کال ۲۰۱۴ جنجالي ټاکنو له دوو پړاوونو وروسته هم د ګډحکومت د دواړو مشرانو «اشرف غني او عبدالله» تر منځ بایلونکی او ګټونکی معلوم نه شو چې له امله یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري مداخلې ته اړ شو او د امریکا په سفارت کې یې د دواړو پرېکړه ور وکړه او د «ملي وحدت» په نامه یې حکومت د دواړو ډلو تر منځ نیم په نیمی وویشی.

د ډاکټر فیض ځلاند په څېر سیاسي شنونکو او کارپوهانو په نظر دا کار نه یوازي د افغانستان د اساسي قانون خلاف وو بلکې دا هم څرګنده شوه چې په افغانستان کې اصل واکمن د امریکا سفارت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زه د دروند استاد ځلاند صاحب د دی چیلنچ ورکولو درناوی لرم ، مګر په داسی حال کی چه د امریکا په مشری د ۴۸ کفری او نابلل شوو هیوادو ( چه زمونږ دچارواکو د میرمنو واک هم له هغه وروسته چه قضایی مصونیت یی هم ترلاسه او په رسمی ټړون کی علنی لاسلیک کړو ) تر لاسه کړو .) غوبل زمونږ په مظلوم ټاټوبی جوړ دی د دی په ځای چه مونږ هغوی ته ویزی ورکړو هغوی مونږ ته ویزی راکوی ، د دی په ځای چه مونږ د هغوی سفیر ومنو ، د هغوی سفیر زمونږ د باره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x