افغانستان

طالبان: یرغلګر او انډیوالان یې «یوه لاره» لري

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ وږي، ۱۳۹۶): طالبانو ویلي چې بهرني یرغلګر او د هغوی انډیوالان په افغانستان کې یوه لاره لري او هغه دا چې «د افغانانو کور افغانانو ته» پریږدي.

د طالبانو رسمي ویب پاڼې په خپلې اونیزه تبصره کې (د سپتمبر د یوولسمې تر پلمې لاندې ترهه ګري) تر سرلیک لاندې لیکلي چې د سپتمبر د پيښو شپاړس کلونه تېریږي خو سره له دې چې تراوسه بې پرې څیړونکو د پيښو څیړنه نه ده کړې، لا هم په نړۍ کې په دې نامه د انسانانو د وژلو لړۍ روانه ده.

تبصره لیکي چې امریکایانو د یادې پلمې لاندې په افغانستان کې اسلامي نظام او د افغان ولس خپلواکي له مینځه یووړه او په هیواد کې يې د جګړو او جنایتونو اورونه بل کړل او د هیواد ملي او دیني شتمنۍ یې لوټ کړې.

طالبانو ویلي چې تېر تاریخ ته په پام سره د عسکرو زیاتولو نوې ستراتیژې د افغانستان لانجه نوره هم اوږدوي خو حل کولی یې نه شي او دا یې د امریکا یوه ناکامه هڅه بللې څوک چې نه غواړي د برتانوي او شوروي استعمارګرو له ماتې څخه عبرت واخلي.

طالبانو زیاته کړې چې امریکا په شپاړسو کلونو کې د سپتمبر یوولسمې پيښو تر پلمې لاندي شاوخوا دوه سوه زره افغانان وژلي دي او د هغو په بدل کې یې یو نا مشروع او له فساده ډک حکومت جوړ کړی دی.

«د واک چوکۍ ته یې یوازې هغه څوک رسولي چې هغوی او کورنی یې د یرغلګرو هیوادونو تابعیت لري او هلته اوسیږي. له افغانستان سره یې تړاو کم او له پردیو سره ډیر دی».

د طالبانو اونیزه تبصره لیکي چې د امریکا په تپل شوي نظام کې جنګ سالاران او نور فاسد چارواکې ملیاردران شول خو عام افغانان د سهار او بیګا په یوه ګوله ډوډۍ پوري حیران دی.

طالبانو ټینګار کړی چې امریکا او نور یرغلګر انډیوالان دي د افغانانو کور افغانانو ته پریږدي، د جګړییزو ستراتیژیو پر ځای دي د سولې او تفاهم لاره غوره کړي.

طالبان وايي چې افغانان نور له ترهګرۍ سره د مبارزې او دیموکراسۍ په جعلي شعارونو نه غولیږي او افغانستان «نرمه نوړۍ» نه ده چې یرغلګر یې تر ستوني تېره کړي.

باید وویل شي چې طالبانو تل په خپلو خبرپاڼو او تبصرو کې خپل موقف داسې څرګند کړی چې له دوی سره د جګړې بل طرف افغانان نه بلکې امریکا ده، ځکه یې هر وخت ټینګار کړی چې باید د سولې او تفاهم مذاکرات لومړی له امریکا سره وشي او دا معلومه شي چې امریکا څه وخت له افغانستان خپل وروستی عسکر باسي. خو بل اړخ ته امریکا ټینګار کوي چې افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکېل هیواد دی او دوی له ګډ حکومت سره د «تروریزم» پر ضد جګړه کوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x