د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون د ولایتي شورا ۸۷ کاندیدان له لیسته ویستي
نن ټکی آسیا: د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون وايي چې د ولایتي شورا ۸۷ کاندیدان يې له لیسته ویستي.
ددغه کمېسون وینا نادر محسني په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې د ۴۰۰۰ کاندیدانو له جملې ۸۷ نور کاندیدان له دې امله وویستل چې د پوهنې وزارت ددوی د مکتب اسناد تصدیق نه کړل.
دده په وینا د هغو کسانو چې فراغت اسناد يې د پوهنې وزارت تایید کړي نه و، قناعت بخش دلایل وړاندې کړل چې د دلایلو پر بنسټ يې کاندیدا توري ومنل شوه.
د ټاکنیز شکایتو کمېسون د ویاند په وینا ددغو ۸۷ کاندیدانو چې نومونه يې له لیست څخه ویستل شوي، د ۵۵ تنو د ۱۲ صنف اسناد نه درلودل، ۲۹ تنو د کاندیدیدو قانوني عمر ته نه و رسېدلي او ۳ جعلي تذکرې درلودې.
دده په وینا په دغه ۸۷ کسانو کې ۳ يې ښځې وې.