fbpx

اکرام اندیشمند: احمد شاه مسعود سي آی اې ته جاسوسي کوله

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ وږي، ۱۳۹۶): لیکوال او مؤرخ سید اکرام اندیشمند په یوه تازه تحقیقاتي مقاله کې له دې رازه پرده پورته کړې چې د شورای نظار وژل شوي مشر «احمد شاه مسعود» له سي آی اې سره خورا ژورې اړیکي درلودې او په افغانستان کې یې د اسامه بن لادن او طالبانو د فعالیتونو په اړه سي آی اې ته اطلاعات مخابره کول.

اکرام اندیشمند چې د افغانستان د مسئلې په بیلابیلو ابعادو یې ګڼ شمیر کتابونه لیکلي او د برهان الدین رباني د جمعیت ګوند له پیژندل شویو لیکوالو څخه دی، په خپله وروستۍ مقاله کې یې د احمد شاه مسعود او امریکا د اړیکو داستان را سپړلی دی.

اندیشمند لیکلي چې مسعود آن د پخواني جهاد د پیل له وخته د سي آی اې سره د پاکستان د استخباراتي شبکې په توسط شناخته شوی و. د جهاد په وروستیو کلونو کې سي آی اې مسعود ته نیم میلیون ډالر ورکړل تر څو د شوروي د اکمالاتو لار ( سالنګ) بند کړي. اندیشمند وایي چې په دې وخت کې په اسلام اباد کې د سي آی اې مسؤل ګري شرون د مخابرې له لارې له مسعود سره تماسونه نیول.

د مقالې د لیکوال په وینا که څه هم د نویمې لسیزې په ټولو کلونو کې احمد شاه مسعود امریکا له استخباراتو سره رابطه درلوده خو دا اړیکې د طالبانو د حکومت په مهال په دوستۍ بدلې شوې. نوموړی د مسعود د استخباراتي مسؤل عارف سروري له قوله لیکي:

«من اولین بار با آمرصاحب یکجا در سال 1997 با یک تیم امریکایی ازسی.آی.ای که برای شروع کارعملی پروژۀ خرید ستنگر آمده بودند در منطقۀ “عمرض” پنجشیر دیدم و آمرصاحب با آنها مذاکره کرد و مسئولیت این پروژه را به عهدۀ من گذاشت. این پروژه مخفی بود. آمرصاحب تأکید میکرد که این پروژه مخفی بماند و منتظر بود که این تماس و ارتباط به این شکل چه نتیجه می دهد؟».

لیکوال وایي د وخت په تیریدو د مسعود او سي آی اې اړیکې نورې هم پخیدې تر دې چې په ۱۹۹۹ میلادي کال کې مسعود خپل د استخباراتو مسؤلین عارف سروري د سي آی اې په بلنه په پټ سفر امریکا ته ولیږه تر څو د استخباراتي اړیکو په موضوع ورسره خبرې وکړي له نوموړي سره امرا لله صالح هم امریکا ته لیږل شوی و تر څو ورته سي آی اې ځانګړې جاسوسي روزنه ورکړي.

لیکوال وړاندې لیکلي: «تا سال 1999 سه تیم دیگر سی.آی.ای به آنجا(پنجشیر) سفر نمودند. آنها معمولاً در قریه بهارک که با مرکز فرماندهی مسعود فاصلۀ نزدیک داشت یک یا دو هفته را سپری نموده و با او چندین مرتبه ملاقات می نمودند. وسایل کشف مخابره ای که آنها به مسعود دادند، او را قادر میساخت به مخابرات رادیویی طالبان گوش دهد. در عوض سی.آی.ای از مسعود میخواست تا اطلاعات بدست آمده در بارۀ تحریکات اسامه بن لادن را بصورت فوری در اختیار آنها بگذارد».

لیکوال د مقالې په پای کې دا پوښتنه راپورته کوي چې که مسعود تر اوسه ژوندی وای د امریکایي یرغل په مقابل کې به یې موقف څه وای؟

نوموړي ددې پوښتنې د ځواب لپاره د مسعود د نږدې ملګري امر الله صالح د هغې مقالې یوه برخه را اخیستي چې د ډونالډ ټرامپ د یرغلګرې پالیسۍ په اړه یې په انډین اکسپریس ویب پاڼه کې نشر کړې.

امر الله صالح لیکلي چې د ټرامپ پالیسي عینا د احمد شاه مسعود نظریاتو په مطابقت کې تعین شوې ده او داسې احساسوي لکه مسعود چې لا هم له قبر نه قومنده ورکوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ګیلانی
میلمه
ګیلانی

مسعو د دروسانو سره هم جاسوسی کوله د امنیت وزارت په ارشیف کی دذاغ په نامه دوسیه دمسعود وله او دروسانو اجینت وه دیعقوبی او جنرال باقی وژنه د همدی سلسلی یوه برخه دی یارمحمد وتو انید دادوسیه غلا او دمسعود دجا سوسی استاد محوه کی