نړۍ

روسیه: ټرمپ په افغانستان کې د اوباما غلطې تکراروي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ وږي، ۱۳۹۶): د افغانستان لپاره د روسي ولسمشر پوتین خاص استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ په خپله نوې ستراتیژې د اوباما غلطۍ تکراروي.

نوموړي د اناطولیه خبري اژانس ته په مرکه کې وویل: د امریکا نوې ستراتیژې به جګړه اوږده کړي او د ملکیانو مرګ ژوبله به تر بل هر وخت زیاته کړي.

او زیاته یې کړه: « اوباما د ۳۰ زره پوځیانو په اضافه توب سره ونه توانېد چې په افغانستان کې د خوښې پایله تر لاسه کړي، اوس ټرمپ هم د اضافي پوځونو په را لیږلو د اوباما غلطي تکراروي».

کابلوف وویل چې د افغانستان اوسني وضعیت لپاره د حل مناسبه لاره سوله ییزه پروسه ده، چې د سیمې هیوادونه باید په کښي ګډون ولري، روسیه تیاره ده چې امریکا ته په دغه پروسه کې د ګډون دعوت ورکړي، تر څو د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ جوړ جاړي ته لاره هواره سي، که چیري امریکا نه غواړي ګډون وکړي، نو د شنګهايي سازمان له لاري به مونږ دغه پروسه پر مخ بوزو چیري چې هندوستان او پاکستان هم نوي غړي دي، افغانستان او ایران په کښي د څارونکو هیوادونو حیثیت لري.

نوموړي همداراز د افغانستان اوسنی حکومت له ستونزو او سیاسي کمکشونو ډک وباله او وې ویل چې اوسمهال د افغانستان ملي ادارې هم د اختلافونو او قومیتونو پر اساس د انتشار او سیاسي ډل بندیو ښکار دي چې دا یو ډېر خطرناک پر مختګ دی په ځانګړي ډول په داسي وخت کې چې په هیواد کې د داعش غوندي ګوند مخ په را څرګندېدو دی.

باید وویل شي چې د امریکا او غربي نړۍ اکثره نظامي او سیاسي کارپوهان په دې نظر دي چې په افغانستان کې د جګړې په تیزولو مسئله نه حل کیږي، بلکې سولییزې پروسې باندي وخت او امکانات مصرفول په کار دي.

د روسي ولسمشر استازي هم په خپله مرکه کې دغه خبرې ته په ټینګار وویل چې د مخکنیو تجربو څخه دا ثابته شوې چې طالبان په زور د مذاکراتو میز ته نه حاضریږي، ځکه نو باید د زور پر ځای د عقل او فکر څخه کار واخیستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx