افغانستان

افیون هره ورځ ۱۷۵ امریکایان وژني

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ وږي، ۱۳۹۶): وروستیو اعلان شویو شمېرو وښودله چې په امریکا کې هره ورځ د افیوني دواوو او نشو له امله ۱۷۵ کسان وژل کیږي، چې په کال کې یې مجموع شاوخوا ۶۴ زره کسانو ته رسیږي.

د برتانوي ورځپاڼې سنډې ټایمز د راپور سره سم دا د کال ۲۰۱۵ څخه ۲۲ سلنه زیاتوالی دی.

د امریکایانو د اضافي مړینې سبب پر افیونو باندي د هغوی روږدېدا بلل شوې، کوم چې تر هیرویینو پنځوس ځله قوي تاثیر لري او تېر کال یې یوازي شل زره کسان ووژل.

د راپور سره سم په امریکا کې افیوني مواد او یا افیونو ته ورته مخدره توکې لکه مورفین، هیرویین او کوکایین په اسانه سره په غیر قانوني توګه تر لاسه کیدای شي او همداسي د ډاکټر له لوري د اعصابو ناروغانو ته د محدود وخت لپاره ورکول کیږي.

تېره میاشت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د «نیوجرسي» ایالت والي ته حکم وکړ چې د افیوني موادو پر ضد دي «بیړنی حالت» اعلان کړي، ځکه چې د «نیوهامشیر» په ایالت کې په کال ۲۰۱۶ کې پنځه سوه کسان د افیوني موادو په زیات استخدام مړه شول.

د امریکا ځیني حقوقي ټولنې د دواخانو او دواو پر کمپنیو قضايي دعوې کړي ځکه چې په وینا یې اکثره نشیان لومړی د دواخانو څخه په اخیستل شویو دوا ګانو روږد شي او بیا چې له دواخانو مطلوب مواد نه شي تر لاسه کولای، غیر قانوني لارو ته ورګرځي.

په دې اړه د کال ۲۰۱۵ په راپور کې راغلي چې په ۳ میاشتو کې د «نیوهامشیر» په ایالت کې دواخانو ۱۳ ملیونه افیون او یا افیون ته ورته د درد ګولۍ خرڅې کړي دي چې په هغو کې د «بیوردیو فارما» په نامه شرکت باندي په ځانګړي ډول تور دی چې د افیوني دواوو په جوړیدا او انتشار کې فعاله ونډه لري.

خو یادې ټولنې وايي چې د امریکا د دواوو لوی شرکتونه سیاسي چارواکو او تنظیمونو ته په انتخاباتي کمپاینونو کې د مرستو په نامه او همداسي د هغوی په نورو فعالیتونو کې په سخاوت سره ګډون کوي چې له امله یې چارواکي هم د هغوی پر ضد په جدي توګه اقدام نه کوي.

سرچینه: الجزیره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x