نړۍ

شمالي کوریا: د ټرمپ خبري قافلې ته د سپي غپا ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ وږي، ۱۳۹۶): د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر چې دا وخت د امریکا په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې ګډونوال دی، د ټرمپ د خبرو په غبرګون کې وویل چې خبرې یې «د قافلې په مخ کې د سپي غپا» ده.

نوموړي تېره ورځ رسنیو ته وویل: «که چیري ټرمپ فکر کوي چې د سپي په غپا به مونږ وویروې، نو په حقیقت کې دا د یوه سپي خوب دی».

نوموړي په مختلفو ژبو کې هغه متل ته په اشاره دا خبره وکړه کوم چي وايي: « قافلې تیریږي او سپي غپیږي».

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر «ري یونګ هو» وویل، ډېر د تاسف ځای دی چې د امریکا ولسمشر د شمالي کوریا ولس مشر د «میزایل سړی» په نامه ونوماوه.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په یوه غیر دیپلوماتیکه وینا کې د شمالي کوریا مشر «د میزایل سړی» وباله او ګواښ يې وکړ چې که امریکا وغواړي ټوله شمالي کوریا له منځه وړلای شي.

ټاکل شوې چې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر به د خپل هیواد په استازیتوب سبا د جمعې په ورځ په عمومي غونډه کې وینا وکړي او بیا د شنبې په ورځ به د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګورتیس سره وویني.

نوموړی د کال ۲۰۱۴ راهیسي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډو کې د خپل هیواد په استازیتوب ګډون کوي.

د ټرمپ مخالفینو لاندي کاریکاتور هم جوړ کړی چې په کښي د شمالي کوریا زعیم په ترنم وایی: زه د میزایل سړی یم او د میزایل بټن وهي چې ورسره ټرمپ ته د منځ ګوته ور ښکاره کوي، کومه چې په امریکا کې د ښکنځلو مانا ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حذیفه

بالکل د سپی له غپا نه هم بدتره وی ځکه ټولی خبری یی متناقضی وی چی یوی یی بلی ته غپل. مثلا دا خبره یی چی مونږ نه غواړو خپل سیستم او د ژوند طرز په نورو په زوره تطبیق کړو. پداسی حال کښی چی په عمل کښې یی په زوره تطبیقوی لکه زمونږ په اسلامی خاوره کښې یې چی خپل ګوډاګی دیموکراتان او سیکولران سره د شر وفساد له عناصرو او مجرمینو د خپلی فایدی دپاره د برچی په زور فراشوټی نصب کړی او هر څه چی ورته امر کوی او ډول ورته وهی هغسی یی ورسره دا ګوډاګیان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x