
بسمالله محمدي د مارشالفهیم ځایناستی ټاکل کېږي
اسلامي جمعیت ته نژدې سرچینې له کابله د دې ګوند د ویاند، واقف حکیمي له خولې وايي، چې د ملي دفاع وزیر، سترجنرال بسمالله محمدي به د مارشال محمد قسیم فهیم ځایناستی وټاکل شي. ښاغلی حکیمي وايي، چې بسمالله به د ملي دفاع وزارت تر څنګ، د ولسمشر د لومړۍ مرستیالۍ دنده هم پرمخ بیایي.
ښاغلی واقف حکیمي بسمالله محمدي د مارشال فهیم تر «ټولو ښه» ځایناستی ګڼي.
تر دې مخکې کابل کې ګنګوسې وې، چې ولسمشر کرزی به د شمال ټلوالې بل مشر، محمد یونس قانوني د مارشال فهیم پر ځای ټاکي.
بسمالله محمد اوسمهال د ملي دفاع وزیر دی. ښاغلی محمدي لوړې زده کړې نه لري، په کابل کې يې د امام ابوحنیفه (رح) دیني مدرسه لوستې ده. محمدي له لنډو زده کړو وروسته د احمد شاه مسعود په مشرۍ د پنچشیر په دره کې له مجاهدینو سره یو ځای شو او د روسانو پر ضد یې په وسله وال جهاد کې برخه واخیسته. بسمالله محمدي تر مارشال فهیم وروسته د شمال ټلوالې له قومندانانو او نظامي بړېڅو سره تر نورو ډېرې نژدې اړیکي لري.