افغانستان

غزني: په یوه میاشت کې دننه د جغتو ولسوالۍ دریم امنیه قومندان ووژل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ وږي، ۱۳۹۶): په یوه میاشت کې د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ دریم امنیه قومندان میرا جان هم په یوه چاودنه کې ووژل شو.

د غزني امنیه قومندان مل پاسوال محمد زمان رسنیو ته وویل چې د جغتو امنیه قومندان دویم څارن میراجان ولسوالۍ ته پر لاره وو چې موټر یې په ځمکه کې د خښ شوي ماین ښکار شو چې له امله یې نوموړی مړ او یو تن ساتونکی یې ټپي شو.

په روانه یوه میاشت کې دا دریم امنیه قومندان دی چې وژل کیږي، ددې تر مخه منظور حسین په مخامخ جګړه کې ووژل شو او یوه اونۍ تر مخه د پنجشنبې په ورځ نوی امنیه قومندان محمد اسحاق جلیلي بیا د ماین په چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

تر اوسه د یادې ولسوالۍ د امنیه قومندانانو پرلپسې هدف ګرځېدو علت نه دی څرګند شوی خو د امنیه قومندانۍ چارواکې وايي چې دوی یې پلټنې کوي.

طالبانو د نوموړي د وژنې مسؤولیت په غاړه اخیستی دی او ویاند یې رسنیو ته په لیږلي پېغام کې ویلي چې د میراجان جعفري نن سهار ددوی د جنګیالیو له لوري ووژل شو.

پخوانی امنیه قومندان: اسحاق جلیل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x