افغانستان

د عبدالله پر ضد د حزب اسلامي غونډه

«ګزارشنامه‌ی افغانستان» خبري اژانس د غونډې د یوه ګډونوال په حواله لیکلي دي، چې د حزب اسلامي لوړپوړي چارواکي د کابل او پېښور ترمنځ په تګ راتګ بوخت دي. د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي قومندان، تورن امان الله چې په پېښور کې اوسېږي په دې وروستیو کې يې په کابل کې یوه غونډه رابللې وه. د غونډې موخه دا وه چې د عبدالله صندوق ته د حزب اسلامي د رایو اچولو مخنیوی وکړي.
د تورن امان الله په ګډون د غونډې ګډونوالو د حزب اسلامي د بلې څانګې له مشر، عبدالهادي ارغندیوال څخه غوښتي چې د حکمتیار غوښتنه دا ده چې له عبدالله سره خپله لار بېله کړي. ارغندیوال په ځواب کې وايي: «موږ د انجینر صیب حکمتیار په امر او مشوره کابل ته راغلي یو او حکومت کې مو ګډون کړی دی. بیا ستاسو په مشوره چې له پېښوره راغلي وئ، موږ له عبدالله سره یو ځای شوو. اوس که پر خپل تړون پښه ږدو، څه ابرو او عزت موږ ته پاتې کېږي!».
د راپور په اخیر کې ویل شوي، چې تورن امان الله ارغندیوال ته سپکې سپورې هم ویلي او د حکمتیار یوه پلاوی له اشرف غني سره هم په خبرو بوخت دی.
د یاد راپور په اړه تر دې دمه د ښاغلي حکمتیار په مشرۍ او یا هم د ارغندیوال په مشرۍ هېڅ حزب اسلامي څه غبرګونه نه دی ښوولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x