افغانستان

په زابل کې پنځه پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ وږي، ۱۳۹۶): د زابل ولایت امنیتي سرچینې وايي چې په شاه جوی ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه ډله ییز برید کې پنځه پولیس وژل شوي دي.

یادو سرچینو ویلي چې تېره شپه طالبانو د شاه جوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر یوې پوستې برید وکړ چې له امله یې پنځه پولیس ووژل شول، دوه ټپيان شول او پنځه تنه نور په تیښته بریالي شول.

امنیتي سرچینو تایید کړې چې طالبانو په دغه برید کې یو رینجر موټر، پنځه میله کلاشنکوفونه او یو شمېر نور مهمات غنیمت کړي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د زابل په مرکز قلات کې يې د کندهار – کابل پر لویه لاره د خارجوي کلي پوسته نیولې ده او ۸ عسکر یې وژلي دي.

نوموړي د شاه جوی ولسوالۍ د پوستې په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

These police men has families and if they don’t work how they feed their families. any person or group who took their lives is murderer and this action is against Holy Quran and Sunna. If Taliban did it they are definitely TERRORISTS.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x