افغانستان

فاریاب: طالبانو نور پرمختګ کړی، شل پوستې یې نیولي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ وږي، ۱۳۹۶): د فاریاب ولایت چارواکي وايي چې طالبانو د المار په ولسوالۍ کې شل پوستو ته سقوط ورکړی دی او اوه تنه سرتیري يې وژلي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د ورته معلوماتو ورکولو سربېره ویلي دي چې تېره شپه یې د المار په ولسوالۍ کې یوه قرارګاه او ۱۹ پوستې فتحه کړې.

نوموړي ویلي چې په دغه جګړه کې د ۳ تنو عسکرو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي، د یوه قومندان په ګډون دوه تنه عسکر ټپیان شوي دي او ۸ تنه یې نور ژوندي نیول شوي دي.

نوموړي ویلي چې د المار ولسوالۍ اړوند د «یکه خانه ، چغت ،قشلاق، یتي روق ، بندآب ، ګردان، قرتنه، بيش کپه، او اخندبابا» په سیمو کې طالبانو پر دولتي پوستو بریدونه وکړل چې له امله یې ټولو پوستو سقوط وکړ او دوی ته زیات غنیمتونه په لاس ورغلل.

د فاریاب ولایتي شورا غړي عبدالمنان قاطع رسنیو ته د طالبانو د بریدونو تایید کړی دی او ویلي يې دي چې طالبانو نه یوازي ټولې سیمې ونیولې بلکې د ولسوالۍ تر پنځه سوه مترۍ پوري را ورسیدل.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه جګړه کې شلو پوستو سقوط وکړ او زیات مهمات د طالبانو لاس ته ورغلل، او شپږ تنه عسکر هم د طالبانو سره بندیان شوي دي.

طالبانو د بندیانو په اړه څه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د قاطع په وینا اوس مهال یوازي ۲۰ سلنه ځمکه د دولتي عسکرو او اربکیانو په لاس کې ده، پاته ۸۰ سلنه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېده.

باید وویل شي چې د فاریاب ولسوالۍ طالبانو په دې وروستیو کې جګړې توندي کړي دي او دولتي ځواکونه یې له خپلو سیمو پر شا تمبولي دي.

دوه ورځې وړاندي د سې شنبې په ورځ هم د کوهستان ولسوالۍ د بندر بازار مهمه ستراتیژیکه سیمه او ۳ پوستې د طالبانو تر ولکې لاندي راغلې، د یادې ولسوالۍ د لولاش سیمه له مخکې لا د طالبانو سره ده.

د ولایتي شورا پخواني مرستیال محب الله میرزاد هغه مهال ویلي وه چې د بندر سیمې درې کلي د دولتي ځواکونو او محلي پولیسو (اربکیانو) په ولکه کې دی، که چیري دا هم سقوط وکړي، ولسوالۍ به په بشپړه توګه د طالبانو تر ولکې لاندي راشي.

په بندر سیمه کې د دولتي ځواکونو او محلي پولیسو عملیاتي قومندان میرزاد هم د رسنیو له لاري پر دولت غږ کړی وو چې ژر تر ژره دي ورته کومک ورسوي، کنه دوی به مجبوره شي چې ولسوالۍ په بشپړه توګه طالبانو ته خوشي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x