نړۍ

پاکستان په افغانستان کې د هندوستان پوځي او سیاسي رول نه غواړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ وږي، ۱۳۹۶): د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په نیویارک کې ویلي چې پاکستان په افغانستان کې د هندوستان پوځي او سیاسي رول ته اړتیا نه ویني.

نوموړي دغه خبري د امریکا په نیویارک ښار کې د یوې پوښتنې په جواب کې وکړې، پوښتنه داسي وه : ایا تاسو په افغانستان کې د هندستان پوځي رول ته اړتیا وینئ؟

لومړي وزیر وویل: مونږ په افغانستان کې د هندوستان هیڅ نوعه سیاسي او پوځي رول ته اړتیا نه وینو، زه فکر کوم ددې پر ځای چې دا د افغانستان موضوع حل کړي، نوره یې پیچلې کوي، که چیري دوی (هندوستان) په افغانستان کې اقتصادي کومک کول غواړي، دا یې خپله خوښه ده، خو مونږ به هیڅکله په افغانستان کې د هندوستان پوځي او سیاسي رول قبول نه کړو».

د نوموړي څخه پوښتنه وشوه چې ایا تاسو په افغانستان کې د هندوستان د پانګې اچونې او تجارت سره موافق یاست؟

شاهد خاقان وویل: دا ددوی خپل کار دی، د نړۍ ټول هیوادونه په خپلو منځو کې د تجارت پوره حق لري، هندوستان مخکې هم په افغانستان کې پانګه اچولې، که بیا هم غواړي، مونږ باندي اعتراض نه لرو.

نوموړي وویل چې تر مونږ زیات په افغانستان کې د سولې غوښتونکې نشته، مونږ په خپل اړخ کې د «تروریستانو» ځالې له منځه یووړلې، مونږ هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوو چې پاکستان او یا ګاونډیو هیوادونو ته ګواښ جوړ کړي.

باید وویل شي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ په خپله نوې اعلان کړې ستراتیژۍ کې په افغانستان کې د هندوستان څخه د زیاتې همکارۍ تمه وښودله کومه چې د پاکستان په وینا د افغانستان لانجه نوره هم پيچلې کوي.

ټرمپ پر پاکستان هم تور پوري کړ چې اوس هم په خپل هیواد کې د «تروریستان» ملاتړ کوي، نوموړي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې یو ځل بیا دا خبره تکرار کړه چې د «تروریزم» ملاتړي هیوادونه دي افشا شي.

په دې وروستیو کې داسي خبرونه هم خپاره شوي چې د افغانستان او امریکا حکومت د هندوستان د ولسي ملیشو د تجربې پر اساس په افغانستان کې د شل زره کسانو ملیشه جوړول غواړي، د کتونکو په باور ګمان کیږي چې هندوستان ته به په دغه ملیشه جوړولو کې زیات رول ورکړل شي، ځکه چې لا له وړاندي د افغانستان او امریکا پوځي چارواکو د هندوستان د ملیشو څخه لیدنه کړې او د هغوی څخه متاثره شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د دغه ایجړا په خبرو مه تیروځی، څو میاشتی د مخه چه د تر مب د امنیت شوری ځانګړی استازی سیمی ته راغلی وو هغه وویل چه د ترمپ په نوی ستراتیژی کی به پاکستان هم او هند هم شامل وی، یعنی سیمه کی به بدلون راولی یو بدلون یی هم دغه چه نواز شریف یی د مخکی په شان د هغه سره په تفاهم بیا لیری ( کیدی شی یو بیلون ډالر یی د مخکی په شان ورکړی وی ) کول او د خاقان ایجړا نصبول وو ، چه له امله به یی ایجړا هغه تورونه هم په پاکستان… نور لوستل »

هيښويښ

ازادي او استقلال يعنى د هر چا ، هر وخت او هر شکل (سياسي ـ اقتصادي ـ فرهنګي ـ نظامي ) ښکاره او پټو مداخلو او تجاوزونو نه منل او په مقابل کې يې مقاومت او مبارزه کول دي ِ که افغانستان ازاد او خپلواک وئ ، پاکستان هم نه ددې شان اظهاراتو حق در لود او نه جراات ، خو متاءسفانه چې افغانستان د امريکايي اشغالګرو له لوري د ناتو هېوادونو ، هند او پاکستان په همکارۍ اشغال دئ ، نو هر څوک منجمله پاکستان هم په د ښکار کې د برخې اخستلو دعوا لري ِ دافغانستان د روان… نور لوستل »

نا پيژاند

زنده باد افغانستان او پاکستان
مرده باد هندوان او ترمپکیان

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x