نړۍ

پاکستان د «نواز شریف په ضمانت» له سعودي یو نیم میلیارد ډالر قرض اخیستی

نن ټکی آسیا: د سعودي عربستان حکومت د پاکستان د لومړي وزیر (نواز شریف په ضمانت) پاکستان ته یو نیم میلیارد ډالر قرض ورکړی، څو پاکستان  پرې خپل اقتصاد پیاوړی او سترې پروژې پرمخ بوځي.

ددغې قرض په اړه ځینو پاکستاني چارواکو رویټرز خبري آژانس ته وروسته له هغې ویلي چې د ډالر مقابل کې پاکستانۍ روپۍ ډیر ژر پورته شوه.

د ۴مارچ نه تر ۸ مارچ پورې ډالر د پاکستانۍ روپۍ مقابل کې د ۱۰۵،۴۰  روپیو نه  ۹۷،۴۰ روپيو ته راټيټ شو.

یو پاکستانی چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د پاکستان د لومړي وزیر په ضمانت سعودي پاکستان ته یو نیم میلیارد ډالر قرض ورکړ، څو د پاکستاني روپۍ حیثیت پر ځای کړي.

له بلې خوا د سعودي مرکزي بانک مشر ددې قرض په اړه له خبرو کولو بخښنه غوښتې.

راپورونه وايي چې یو بل پاکستانی لوړ پوړي چارواکي ویلي چې دا قرض یو اکاونټ ته انتقال شوي او دې اکاونټ ته د «پاکستان  پرمختیايي سرمایه»  نوم ورکړل شوی.

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار دا منلې چې دوی یو نیم میلیارډ ډالر ترلاسه کړي خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې له چا یې ترلاسه کړي. نوموړي خبریالانو ته ویلي چې تاسې ولې زموږ ملګري هېوادونو عام منظر ته راولئ، هغوی نه غواړي چې نومونه یې ښکاره شي.

پاکستان  ته  به په دې وروستیو کې د نړیوال وجهي صندوق څخه  په درېیم قسط کې ۵۵۰ میلیونه ډالره  قرض ورکړل شي. همدا راز پاکستان ته د «اسلامک ډیویلپمنټ بینک» څخه  هم ۱۵۰ میلیونه ډالره ورکړل شي او تر ۲۰۰ میلیونو ډالرو پورې به له «کولیشن سپورټ فنډ» ورکړل شي.

پاکستان په دې وروستیو کې خورا په پراخه پیمانه قرضې واخیستې چې د اقتصاد پوهانو په اند که پر ځای مصرف نشي پاکستان به په ټول ژوند کې ددې قرضو د ورکولو توان پیدا نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x