طالبان: د جلال اباد هوايي ډګر په دروازه کې چاودنې امریکایان وژلي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ وږي، ۱۳۹۶): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلي لنډ خبرې پیغام کې ویلي چې نن د پنجشنبې په ورځ ماځیګر د جلال هوايي ډګر په لومړۍ دروازه کې پر بهرنیو ځواکونو چاودنې امریکایانو ته مرګ ژوبله اړولې.

نوموړي ویلي چې چاودنه پر ۶ بجې د ماین په مټ په یوه ځانګړي تکتیک سره را منځته شوه چې له امله یې ۳ امریکايي عسکر مړه او ۲ نور ټپیان شول.

مجاهد ویلي چې چاودنه پر یوه موټر شوې چې له امله یې موټر هم ویجاړ شوی دی.

تر اوسه د پېښې په تړاو امریکايي او افغان چارواکو څه نه دي ویلي.

باید وویل شي چې د امریکایانو د نوي رسنیزې پالیسۍ پر اساس تر هغو به امریکايي ځواکونه خپل مړي نه اعلانوي تر څو چې یې د قربانیانو کورنۍ ته خبر نه وي ورکړی، چې د «رویټرز» خبري اژانس په وینا کیدای شي دغه چاره تر رسمي اعلانه پوري دوه درې اونۍ وخت هم واخلي.

امریکایان وايي چې د بهرنیو ځواکونو د مړو او ټپیانو اعلان د طالبانو مورال پورته کوي چې له امله یې په افغانستان کې میشتو نورو بهرنیو عسکرو ته ګواښ جوړېدای شي.

بلخوا پر طالبانو هم تور پوري کیږي چې بهرنیانو ته د مرګ ژوبلې په شمیرو کې د مبالغې څخه کار اخلي، تر څو د خپلو پلویانو او جنګیالیو مورال اوچت کړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.