د راشد خان لوبډلې د نبي لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ وږي، ۱۳۹۶): د افغانستان د کرکیټ شپږیږه لیګ پایلوبه د بندي امیر ښامارانو په ګټه پای ته ورسید.

ددغې لوبډلې مشري راشد خان کوله چې په دې وروستیو کې یې د نړۍ په سطحه په خپل ښه بال غورځونې نوم ګټلی دی.

بل لوري ته د مسک عینک اتلان وه چې مشري يې د ملي لوبډلې بل وتلي لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل کوله.

د راشد خان لوبډلې لومړی بیټنګ وکړ او په خپل وار یې د اوه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۸ منډې جوړي کړي.
جاوید احمدي ۵۵، حضرت الله ۳۵، شاهد الله ۲۲، جاوید خان ۱۲ او مسلم موسی هم ۱۲ منډې جوړي کړې.

د مس عینک لوبډلې په بالرانو کې ظاهر خان ۳، محمد نبي ۲، نوین الحق ۱ او دولت زدران هم یو لوبغاړی وسوځوی.

د مسک عینک لوبډلې په شل اورونو کې ۱۵۴ منډې جوړي کړې خو په وروستي بال باندي دولت زدران ونه کولای شوای چې شپږیږه ووهي، ځکه چې په وروستي بال د ګټلو لپاره ۵ منډې په کار وې.

د مسک عینک په توپ وهونکو کې سکندر رضا ۴۰، محمد نبي ۲۷، سیباندا ۲۴ او احسان الله ۲۰، رسولي ۱۶، او دولت زدران ۱۰ منډې جوړي کړې.

د محمد نبي د سوځېدو وروسته داسي برېښېده چې دولت زدران او سکندر رضا به وتوانیږي چې لوبه وګټي، خو سکندر رضا د دوه توپونو پرېښودو وروسته په یوه شاټ غوښتل دوه منډې جوړي کړي چې رن اوټ وسوځېد او په دې توګه یې لوبه له لاسه ووتله.

د بندي امیر لوبډلې توپ غورځوونکو کې وفادار، راشد خان، مسلم موسی او جاوید خان یو یو لوبغاړی وسوځوی. شاهد الله او چیتارا ونه توانېدل چې کوم لوبغاړی وسوځوی.

د مسک عینک پاتې لوبغاړي په رن اوټ وسوځېدل.

تر اوسه د لوبې غوره لوبغاړی نه دی انتخاب شوی خو ګمان کیږي چې جاید احمدي به غوره لوبغاړی انتخاب شي، ځکه چې نوموړي په ۳۹ بالونو ۵۵ منډې جوړي کړې او خپله لوبډله یې نسبتا ښه پړاو ته ورسوله.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.