افغانستان

د ملي اردو خواخوږۍ: کرزي پر مډال وویاړل، طالبانو ژوندي خوشي کړل

نن ټکی آسیا: په ارګ کې د ولسمشر کرزي د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو هغه شپږ تنه سرتېري چې د کنړ ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې یې له طالبانو سره د جګړې پر مهال تر پایه مقاومت کړی و او بیا یې ځانونه ژوندي ژغورلي ول، نن د ولسمشر کرزي له لورې د زړورتیا په مډالونو ویاړمن شول.

بل پلو بیا طالبانو په یوه کم ساري اقدام کې د همدې غازي آباد په جګړه کې دوی ته دوه تنه ژوندي په لاس ورغلي عسکر نن ژوندي خوشي کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې نن پنجشنبه یې د کنړ په غازي آباد ولسوالۍ کې د قومي مخورو او د ملي اردو د بندي شویو عسکرو د خپل-خپلوانو په منځګړیتوب او ضمانت د اسلامي او افغاني خواخوږۍ له مخې هغه دوه تنه عسکر چې دوی د غازي اباد د جګړې پر مهال ژوندي نیولي وو، خوشي کړي او خپلو کورنیو ته یې سپارلي دي.
نوموړي د حکومتي چارواکو هغه ادعا په کلکه رد کړه، چې ګواکې دا بندیان یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له منګولو ازاد کړي دي.
ویل کېږي، چې د غازي اباد د جګړې پر مهال ټولټال د ملي اردو ۲۱ عسکرو او دوو طالبانو چې یو پکې یو کال وړاندې د همدې اردو تسلیم شوی عسکر و، ژوند له لاسه ورکړی و.
له پېښي وروسته په ختیځ کې د ملي اردو یو شمېر چارواکو له طالبانو د دغې پېښي د کسات اخیستلو ګواښ وکړ، چې له پېښي څو ورځي وروسته د اردو یوه لوړپوړي چارواکي جنرال دادان لونګ خبر ورکړ، چې ګنې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې يې د ځمکنیو او هوايي بریدونو پر مهال له طالبانو خپل غچ واخیست.
د یادونې وړ ده،چې طالب ویاند ښاغلي مجاهد په همدې تړاو په یوې مرکه کې د ملي اردو عسکرو د دومره ډېر شمېر کسانو د وژنې اصلي علت د دوی د جنګیالیو د تسلیمۍ غږ ته د عسکرو پاملرنه نه کول او د وار له واره جګړې پیلول ښودلی و.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي،چې له دوی سره د ملي اردو پاتو څلورو تنو عسکرو ،چې د جګړې پر مهال یې د دوی همکاري او د عملیاتو زمېنه سازي کړې وه ، له دوی سره دي او اوس هم په خپله خوښه د دوی سره په سنګرونو کې شپې-ورځې سبا کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x