محلي پولیسو ۵۰ کلن سپینږیری سخت وهلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ تله، ۱۳۹۶): د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالي‌ د بوره غن د سیمې اوسیدونکي‌ ۵۰ کلن عبدالسلام رسنیو ته ویلي، چي د محلي‌پولیسو د قومندان عبدالرحمن د وسلوالو کسانو لخوا د کوم جرم له اثبات پرته د مرګ تر حده سخت وهل شوی او ژوبل شوی دی.

نوموړی زیاتوي چې له خپلې ګناه او جرم څخه نه دی خبر، خو د قومندان عبدالرحمن د وسلوالو کسانو لخوا د خپل کور د ښځو او ماشومانو په مخ کې سخت وهل شوی، نوموړی وایي دې کسانو غوښتل ما ووژني.

پنځوس کلن عبدالسلام زیاتوي، محلي‌پولیسو یې ۱۳ کلن د خور زوي‌ هم له سخت وهلو ټکولو وروسته له ځانه سره اسیر وړی چې تر اوسه یې هیڅ سرنوشت نه دی معلوم.

د قیصار ولسوالي ولسوال رحمت الله قیصاري پيښه تائید کړې او زیاتوي چې عبدالسلام د محلي پولیسو (اربکیانو) لخوا وهل شوی.

څلور ورځې وړاندي هم د قیصار په ولسوالي کې د ناقانونه وسلوالو افرادو لخوا یو تن له خپلو دوو ماشومانو سره یو ځاي په مخامخ ډزو و وژل شول.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د