دولتي چارواکي د عسکرو له کونډو د جنسي استفادې غوښتنه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ تله، ۱۳۹۶): په افغانستان کې د امریکايي مرستو د څار ادارې (سیګار) مشر (جان ساپکو) ویلي چې دولتي چارواکي د افغان ځواکونو له کونډو څخه د جنسي استفادې په لټه کې دي.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې کله د وژل شوو افغان عسکرو کونډې د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره دولتي ادارو ته مراجعه کوي، چارواکي یې د «جنسي رشوت» ورکولو ته مجبوروي.

جان ساپکو زیاته کړې چې امریکا هڅه کوي چې د عامو افغانانو زړونه لاس ته راوړي، خو لومړی باید د افغان عسکرو زړونه او ذهنونه وګټي.

ساپکو همدا راز د سیګار راپور نشر کړی او ویلي یې دي چې امریکا څه دپاسه ۷۰ میلیارده ډالره د دولتي عسکرو په روزنې ولګول، خو دولتي ځواکونه د دې وړتیا نه لري چې د امریکا له شتون پرته خپل هیواد پخپله وساتي.

راپور کاږي چې د ملي اردو او پولیسو په لیکو کې فساد، بې سوادي، غلا، شوکه، جعل کاري او ځاني تلفات ورځ تر بلې زیاتیږي او دا ناوړه اعمال اوس د امنیتي ځواکونو په لیکو کې په عام کلتور بدل شوي.

راپور وايي چې د ملي اردو د هرې کچې قومندانان په فساد کې ښکېل دي او د مخدره موادو په قاچاق، رشوت، د ځمکو غصب او د پوځي مهماتو په خرڅولو کې لاس لري.

د سیګار راپور لیکي چې پولیس په لویو لارو کې عام مسافر شکوي او په زور ترې پیسې اخلي او د انکار په صورت کې د موټر ښیښې ورماتوي او کله خو مسافر د ځان او مال له ګواښ سره هم مخ کیږي.

د راپور په وینا، داسې هم شوي دي چې پولیسو د بار وړونکو موټرو چلوونکي برمته کړي او بیا یې د خوشې کولو په مقابل کې د موټرو له مالکانو څخه د پيسو غوښتنه کړې.

سیګار د امنیتي ځواکونو په لیکو کې غلاوو ته هم اشاره کړې او زیاته کړې يې ده چې عسکر او پولیس تیل، وسلې، مهمات او نور هغه توکي چې امریکا او ناټو ورکړي، په پټه د خرڅلا لپاه عرضه کوي او کله خو یې په طالبانو هم خرڅوي.

که څه هم د دولت د امنیتي ارګانو په لیکو کې د مالي او اخلاقي فساد راپورونه د افغانانو لپاره نوې موضوع نه ده، خو دا لومړی ځل دی چې د لوړپوړو قومندانانو لخوا د وژل شوو عسکرو له کونډو څخه د جنسي رشوت غوښتنه رسنیزه کیږي.

تر اوسه ګډحکومت د یادې امریکايي ادارې د راپور او د جان ساپکو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.



4 تبصرې

  1. ياره په گران هيواد كي هر سه امكان لري دي ته خساره دنيا والاخرة وايل كيژي دنيا سخه په داسي حال كي زي چي خپل مسلمان ورور سره د جنگ په حال كي او د كفار تر بيرغ لاندي او تگ نه ورسته خپل عزت د شرموشانو ته پريژي الله دي داسي حال سخه تول به ايمان مسلمانان وژغوري او دي بدبختانوته هدايت ورپه نصيب كري

  2. دا هر څه شته خو فساد،خیانت قاچاق، اود ټولنی بد بختی مخ نیوی هغه وخت کیږی چه د نظام مسولین په خپله دنده کی صلایت او مسولیت دواړه ولری بل څوک یی په چارو کی مداخله ونکړی او سره ددی ټولو یو فولادی انظباط او ډسپلین رعایت شی نو امکان لری چه په دی صورت کی کار واهلی کار ته وسپارل شی په هغه صورت کی د ټولو بد بختیو مخه ډب کیدای شی .

  3. نالت پر دې فاسدینو دا خو نه اسلام ، نه غیرت ، نه پښتو او نه کوم ددوی دبادارانو غربي قانون اجازه ورته ورکوي !
    نو دغه نالتي کړنلاره له کومه شوه ؟؟ زه داسې ګمان کوم لکه چې د دغو اشخاصو خپلې ښځې اشغالګرو صلیبیانو ته د دالرو او موټرو د لاسته راوړلو په عوض کې ورکړې وي نو د جنسي خواهشاتو لپاره یې اوس په زور زنا ته ملا تړلې وي ! نالت نالت دانه مسلمان دی نه افغان خنځیر پر دې فاسد شرف لري !

  4. د دوی اوسنی بی حیایی ، ….. ، لواطت ، زنا ، وحشت ، غلا ، درغلی دروغ ، د خلکو وژل او ډبول دی وحشیانو ته د ورځنیی عادی کړنو به شان ښکاری دوی په دی ۱۶ کلو کی چه یو ماشوم وزیږول شی لویږی بالغ کیږی او د غلامی اداری چارواکی که ۲۰ او ۳۰ کلن هم وو اوس به د ۴۰ او ۵۰ کلو وی یعنی د ځوانی دوری یی په ….. ورکولو او نورو په …. تیری کړی ، اشغالګرو د دی د فاعل او مفعولیت د کړنو سره عادی کړی دی صرف د عامو خلکو له ډاره یی علنی نه شی ترسره کولی که نه د اروپایانو او امریکایانو د هیوادو په شان به یی سړکونو کی دا بی حیایی تر سره کولی اوس هم چه کله دامریکایانو پارټیو یا میلمستیاو او میلو ته ولاړ شی په شرابو یی وپړسوی د همدی کار د پاره موظف عسکر هلته شتون لری د هغوی همدغه کار دی چه دغه ټول چارواکی تر اخره وشرموی ویدوګانی تری ډکوی او بیا یی ورته ښکاره کوی ورته وایی که سرغړونه مو وکړه دا علنی کوو ، نو چه د دوی خپله دغه حالت وی د کورنی د غړو سره به څه تعاملات ترسره کیږی قضایی مصونیت هم لری .

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.