هلمند: طالبانو د ناد علي امنیه قومندان وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ تله، ۱۳۹۶): د هلمند ولایت ناد علي ولسوالۍ امنيه قومندان عمرجان حقمل د طالبانو په وسله‌ وال بريد کې وژل شوی دی.

د هلمند ولايت وياند عمر ځواک د عمر جان حقمل د وژل کېدو پخلی کړی.

 عمر ځواک رسنيو ته ويلي، چې د ناد علي امنيه قومندان نن ماښام له دفتره د کور پر لور روان و، چې د طالبانو په کمين کې ګير شو او له څه وخت مقاومت وروسته ووژل شو.

د قومندان حقمل مړينه د هلمند په کچه د حکومت لپاره ستر زيان دی او حکومتي چارواکو يې په مړينه غمرازي ښودلې ده.

طالبانو د دغه بريد مسؤوليت منلی دی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي ويلي، چې قومندان حقمل له خپلو څلورو ساتونکو سره د دوی جنګياليو په کمين کې وژلی او ټانک يې هم ويجاړ شوی دی.

د هېواد په سويل کې هلمند د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د خونړيو نښتو ډګر دی، چې بهرني ځواکونه هم له افغان عسکرو سره هوايي او ځمکنۍ مرستې کوي، خو د هلمند ګڼې سيمې د طالبانو په واک کې دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.