ایران: ټرمپ له تېلو او ډالرو پرته بل شی نه ويني

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ تله، ۱۳۹۶): د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند (بهرام قاسمي) ویلي چې امریکايي ولسمشر ټرمپ نه د نړۍ له حاله خبر دی او نه د سیمې په حساسیتونو پوهیږي.

قاسمي له ایرانۍ ورځپاڼې (اعتماد) سره په مرکه کې ویلي ټرمپ د پیسو په مینه کې داسې مست او مدهوش دی چې په سیمه کې د ډالرو، تېلو او د تورو له ګډا پرته بل هیڅ شی نه پیژني.

د نوموړي اشاره غالبا د تېلو او نفتو په طبیعي زېرمني غني هیواد (سعودي عربستان) ته ده چې د تېرې می په میاشت کې يې له ټرمپ سره د سلګونو میلیاردو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل او بیا یې له پاچا سلمان سره د تورو په دودیزې ګډا کې برخه واخیسته.

یاد ایرانی چارواکی په داسې حال کې ټرمپ د تېلو د طبیعي زېرمو او ډالرو په مینه لیونی ګڼي چې ویل کیږي په افغانستان د امریکايي ځواکونو د نظامي شتون د غځېدو یوازینی لامل په دې هیواد کې د تریلیونو ډالرو په ارزښت طبیعي زیرمې دي، چې د ټرمپ په زړه یې د استخراج هوس سپور دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې امریکايي ولسمشر د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې دومره بې کفایته او بې ځایه څرګندونې وکړې چې د یاد سازمان په تاریخ کې به کوم امریکايي مشر نه وي کړي.

ښاغلي قاسمي ویلي چې د امریکايي ولسمشر سترګې پټې یا یې په یوه پلمه کړي دي او په نړۍ کې هر چا ته د جګړې لاس اچوي.

هغه زیاتوي ټرمپ د ملګرو ملتونو له سټیج څخه د جنګ، جګړو او د هیوادونو د ویجاړولو نارې وهلې او دا یې هېره کړې وه چې په کوم ځای کې ولاړ دی، د څه ډول خلکو په مخ کې او د چا په استازیتوب څه ډول خبرې کوي.

د نوموړي وینا ټرمپ د ملګرو ملتونو سازمان په روح او فلسفې نه پوهیږي او نه هم د واکمنۍ او تجارتي معاملاتو ترمینځ توپیر کولی شي او یا خو په هرڅه پوهیږي مګر ځان یې په ناخبرۍ وهلی.

یاد ایراني چارواکي ویلي چې نړۍ پوهیږي چې امریکا اوس هغه امریکا نه ده پاتې چې د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په کوم حالت کې وه. هغه زیاتوي چې امریکا نن ورځ هیڅ د پاموړ ارزښت نه لري او نړیوالو ته دا معلومه ده چې امریکا د ترهګرۍ، سولې، نړیوالو تعهداتو، بشردوستۍ او نورو ارزښتونو څخه فقط د سوداګریزو توکو په حیث استفاده کوي.



یوه تبصره

  1. د کپټلسټی بشر دښمنه، حیوانی شیطانی نظام اصل هدف خو دی هم همدغه د مادیاتو لاسته راوړل او ذخیره کول په هره ممکنه روا او ناروا او حلاله او حرامه طریقه، د مظلومانو او بی وسو وینه زبیښاک او د الله په ځای د بندګانو غلامی ته رابلونکی نظام. ټرومپټ ملامت نه دی او نه هم مست او مدهوش دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.