هستي گل : د حميد حسن د کپتانۍ پريکړه غلطه ده

hameed_hasanد افغانستان د کريکټ بورډ تلونکي اداري مشر ډاکټر حميد شينواري په کابل کې د سه شنبه په ورځ ( د جنوري ١١ ) د خپلې استعفى د اعلان پر وخت د نوي کپتان يادونه وکړه .
ښاغلي شينواري وويل چې د يو ورځنيو لوبو او شل اوريزو سياليو لپاره به د محمد نبي پر ځاى حميد حسن کپتان وي او د څو ورځنيو لوبو لپاره به نوروز منگل پر خپل حال وي .
حامد شينواري ويلي چې په اسيايي لوبو کې د محمد نبي کپتاني د دۀ په وينا ښه نه وه .
افغانستان په اسيايي لوبو کې پايلوبو ته ورسيد .
د اسيايي لوبو تر پيليدا وړاندې ډيرو خلکو په دې پريکړه هېښتيا ښوولې وه چې ولې د افغانستان د تر ټولو بريالي کپتان نوروز منگل پر ځاى محمد نبي ټاکل شوى دى .
اوس هم د افغان کريکټ بورډ د تخنيکي چارو مسوول هستي گل عابد ويلي چې د حميد حسن راوستل ښه پريکړه نه ده .
هستي گل عابد وايي کپتاني به د حميد حسن پر اوږو اضافي بار وي او ښايي د دۀ لوبه خرابه کړي .
ځينو نورو د محمد نبي په باب هم همدا ويل چې کپتاني يې ښايي پر خپلې لوبې اثر پرېباسي .
هستي گل عابد بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې د کپتانۍ لپاره تر ټولو مناسب او د تجربې وړ کس نوروز منگل دى .
د افغانستان د پخواني تيز بالر هستي گل عابد په وينا نور لوبغاړي د نوروز منگل درناوى کوي او نوروز منگل په تيرو کلونو کې تر ټولو بريالى و او بدلون ته اړتيا نشته .
په تير يوۀ کال کې د افغانستان کريکټ بورډ د کپتان او مرستيال کپتان په باب بيلا بيلې پريکړې کړي چې دليل يې تر ډيره روښان نه و .
د مرستيال کپتان لپاره په تير يوۀ کال کې محمد نبي ، کريم صادق او ميرويس اشرف ټاکل شوي او بيا بې له کوم دليله ليرې شوي دي .
د کپتانۍ لپاره که څه هم په تيرو څلورو کلونو کې نوروز منگل ټاکل شوى او تر ټولو بريالى دى خو په اسيايي لوبو کې د نوروز منگل پر ځاى بې له کوم ښکاره دليله محمد نبي کپتان ټاکل شوى و .

بی بی سی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.