نظــر

انجينر صاحب حكمتيار ته د يوه حزبي مجاهد مشورې – دوهمه برخه

6-    مشره ! حزب د ټولو حزبيانو كور دى، ټول بايد برخه پكې واخلي نورو افرادو ته د كار كولو مخه وركړئ او نور دا د “ميم زبر ما ټول زما ” سياست ترك كړئ، پريږدئ چې د پلويانو صلاحيتونه مو وده وكړي او تنظيم په هر مجال كې با صلاحيته كدرونه پيدا كړي، حزب د پنځه څلويښت كالو وروسته هم د ګوتو په شمير ليكوالان لري، د حزب مطبوعات او شهادت ورځپاڼه پدې ښه ګواهي وركوي، د شهادت په پاڼه كې ستاسې له كتابونو پرته د هيڅ بل ليكوال كتاب په نظر نه راځي،

خبرونه يې اكثره له نورو رسنو څخه د كمپيوتر په اصطلاح پر كټ او پيسټ مبنې دي د سر مقالې په شمول ورځني مضامين يې اكثره د يوه كس په قلم په مختلفو نومونو ليكل كيږي، صرف نومونه بدلوي را بدلوي كله ملا عبدالله، ملا عبدالسلام، ملا عبدالولي، كله هم شريف منصف او حقپال شي، څوك چې د ذكر شوو ليكوالانو ليكنه لږ هم مطالعه كړي پدې كې به هيڅ شك هم ورته پاتې نشي چې دا ټولې ليكنې د يو كس دي، ځكه تعبير جملې او حتى ليكدود يې يو دى، بعضې اوږدې جملې په ټولو مضامينو كې يوه بڼه څه چې د جملاتو او كلماتو يو تركيب لري. دا ليكوال تاسې هم پيژنى چې څوك دى، كيداى شي اكثره لوستونكي يې هم و پيژني. په ليكنو كې دا موجود انحصار او احتكار په دوه خبرو دلالت كوي اول دا چې په پاڼه كې بل چاته كم فرصت وركول كيږي، او بل دا چې د با صلاحيته كدرونو نشتوالى په ګوته كوي چې هر دلالت يې له بله څخه لوى ناورين دى.
مشره ! په تير ديارلس كلن جهاد كې د حزب له منبر او مطبوعاتو څخه ستاسې له كتابونو صوتي او ويډيويي پيغامونو پرته د حزب په سطحه د بل هيڅ وتلي او مشهور عالم، سياسي كار پوه او مسؤل، نظامي او جهادي قومندان، كومه ليكنه، كتاب، ويډيويي تحريضي، تربوي او توجيهي پيغام مونږ نه ولوست او نه مو وليد، سوا د مخبط رحمه الله د يو كتاب او د قاضي صاحب حكيم د بعضو مقالو چې كله كله يې په تنوير مجله كې خپروي كومه چې په پيښور او شمشتو كې محدود لوستونكي لري، دا هم پورته دوه دلالتونه لري يا خو دا چې د حزب جعبه نوره له اهل كدرنو څخه خالي شوې ده او يا هم په تنظيم كې د ” ميم زبر ما ټول زما ” سياست او فضا نافذه ده، دوهم دلالت شايد قوي وي. د نړۍ جهادي تنظيمونو ( د نړۍ جهادي تنظيمونو مثال ځكه دركوم چې اسلامي امارت خو د ځان سيال نه بولى ) د هر غړي صوتي يا ويډيو پيغام چې ګورې ته به وايې چې دا د كوم تنظيم مشر او رهبر دى، ټول يوه خبره كوي يوه عقيده، سياست او تګلاره بيانوي دا پدې دلالت كوي چې د هغوى د تنظيم مشرتابه هغوى روزلي او بيا يې د كار او ابتكار فرصتونه او صلاحيتونه په لاس وركړي. زمونږ د حزب اسلامي غړي چې چرته په كوم مجلس كې برابر شو د روانو حالاتو او نورو سياسي او ديني مسائلو په اړه هر يو ځان ته له بله پوره مخالف نظر لري له لسو حاضرينو څخه به دوه درې كسان په يوه نظر متفق پيدا نكړې، دا ځكه چې د انسانانو عقلي مستوى له يو بل څخه توپيرونه لرې چې له كبله يې  فهم، ادراك او برداشت هم سره توپيرونه پيدا كوي، هغه چې عقيده، سوچ او فكر سره متحد كوي هغه واحده هر اړخيزه روزنه ده، چې متأسفانه له اوږدو او بې شماره فرصتونو او وسائلو باوجود تاسې دا كار ونكړو، اوس هم فرصت دى توجه مو غواړم.   

7-    مشره ! په انسانانو كې له پيغمبرانو پرته هيڅ بشر له خطا څخه معصوم ندى، كه انسان هر څومره زياته پوهه علم او تجربه ولري بيا هم د ژوند په ډيرو كړو وړو او تصاميمو كې خطا كيږي خصوصا په هغو مسائلو كې چې په اجتهاد مبني وي، انسان كه خپله كمي د بل په لارښونه، تنبيه او تنقيد درسته او اصلاح نه كړي نو هيڅكله به په ژوند كې بريا ونه ګوري او هميشه به په خپلو تصاميمو كې فاشل او ناكام وي، دې اصل ته بايد هر انسان متوجه وي خصوصا سياسي رهبر او قائد، ځكه د هغه تصاميم لوى وي، ښې او بدې پايلې يې هم لويې او پراخه وي. د بل لارښونه تنبيه خصوصا بيا تنقيد پر انسان سخت تماميږي خو د دنيا او آخرت د عافيت لپاره ددې له قبلولو پرته بله چاره نشته، يوازې د خپلو افرادو نه، بلكې د خپلو مخالفينو لارښونې تنبيهات او انتقادات هم په سړه سينه اورئ او حق پكې لټه وئ، رسول صلى الله عليه وسلم له شيطان څخه هم د حق خبره اوريدلې او فرمايلي يې دي ” صدق و هو كذوب ” څوك چې په تاسې او تنظيم نيوكه كوي او ستاسې اشتباهات بيانوي زر هغه په نفاق كم عقلتوب او د كمونستانو په ملګرتيا او چوپړ مه متهمه وئ، د تش بد ګومان پر اساس يو مسلمان په بدو ناوړه حرامو كارونو، د دښمن په دوستۍ او غلامۍ او حتى د هغوى كورنۍ خويندې ميندې د اشغالګرو روسانو او امريكايانو په دفترونو او اډو كې په كار كولو مه متهمه وئ، دا ډول بې بنسټه او پوچ تهمتونه وارېدول د يو عادي فاسق او فاجر مسلمان افغان سره نه ښايي دا خو لا پريږده چې د يو مسلمان جهادي مشر له قلم او رسمي ورځپاڼې څخه صادر شي، د حزب اسلامي د غړو او د هغه د مشرتابه په حق كې خو ماته دا كار د اكبر الكبائر له جملې څخه ښكاري بلكې زما ضمير هيڅ دا نه مني چې د جهادي امير له خولې يا قلم څخه د داسې ناوړه الفاظ صادر شي، دا څو ورځې وړاندې د شهادت په ورځپاڼه كې ” ملا عمر آخوند ته د يو طالب مشورې ” تر عنوان لاندې يو مضمون خپور شو چې زه يې هم دې ليكنې ته و هڅولم، زما خو خپل قناعت او قوي ګمان دادى چې دا ليكنه ستاسې وله اګركه د ليكونكي نوم يې مستعار وو، چاچې ستاسې ليكنې لږ هم لوستې وي له ماسره به ضرور پدې خبره موافقت لري چې ياده شوې ليكنه هم ستاسې وه، په هرصورت كه زمونږ پر وړاندې انكار وكړى د زړونو مالك خو پر هرڅه خبر دى، على فرض تقدير كه ليكنه ستاسې نه وي نو د حزب اسلامي په رسمي پاڼه كې خو خپره شوې چې مسؤليت بيا هم تاسې ته متوجه دى، په ذكر شوې ليكنه كې ليكوال كه تاسې ياست يا بل څوك په مضمون كې د نن ټكي آسيا بعضې ليكوالان د ملي امنيت او امريكايانو معاش خواره او د دښمن بړيڅي بلل شوي بلكې له دې هم د اسلامي اخلاقو او افغاني معيارونو او نزاكتونو له سرحده په كې تجاوز شوى او داسې الفاظ پكې ليكل شوي “.. كه تاسو د ده او د نورو ښكنځلمارو دوسيې وڅېړئ نو درته جوته به شي چي دوى، ميندي، خويندي او مېرمني ئې هغه دي چي پرون ئې د روسانو په اډو او دفترونو كي كار كولو او نن د امريكايانو په اډو او دفترونو كي!! پرون ئې د روسانو په پاته كېدو ټينگار كولو او نن د امريكايانو ”

سبحان الله ذالك بهتان عظيم، د ښكنځلمارو په تور ليست كې چې د مضمون ليكوال د نن ټكي آسيا د كومو ليكوالانو نومونه ياد كړي زما پر ټولو يقين دى چې مسلمان افغان او مجاهدين دي دوه كسان پكې زه پيژنم چې د حزب اسلامي غړي پاتې شوي. قدرمنه مشره ! په الله قسم چې په متهم شوو ليكوالانو كې يو تن زه شخصا پيژنم چې په مجاهده كورنۍ كې پيدا شوى، ستاسې په تنظيم، كمپ، مدارسو او جوماتونو كې تربيه شوى په ټوله قبيله كې كمونست نه لري په ټوله كورنۍ كې د امريكايانو په نظام كې څوك نه لري، كه لرې يو څو خپلوان لري نو هغوى هم د حزب اسلامي كلك غړي دي، خويندو ميندو يې له هجرت څخه وروسته بيا د افغانستان خاوره نده ليدلې وار خو لا ددې بغيرتۍ او دووسۍ شو چې د روسانو او امريكايانو په اډو كې يې كار كړى وي، الله تعالى فرمايي ” وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا (58)   الأحزاب

د ذكر شوي مضمون بې انصافه ليكونكى به ددې آياتونو او د متهم شوو ليكوالانو او د هغوى د خويندو ميندو ځواب په ورځ د قيامت څه وايي، ښاغلى ليكوال د الله او متهم شوو بريء ذمه ليكوالانو او د هغو ى خويندو ميندو ته د يوم الحساب لپاره خپل جواب تيار كړي.

8-    قدرمنه مشره ! د تنقيد اوريدو صلاحيت او حوصله په ځان او خپلو افرادو كې را پيدا كړئ، هر تنقيد د دښمن له لوري مه ګڼئ، هوښياران وايي ” دوست به د وژړوي او دښمن به د وخندوي ” د تنقيد كونكو په زړونو او نيتونو او ايمانونو باندې سمدلاسه حكم مه كوئ، او كه د تنقيد اوريدو حوصله نه لرى نو بيا د نټ صفحات او فيسبوك مه ګورئ، ځكه پداسې ليكنو مو شخصيت ته ډيره صدمه رسيږي تاسې له عادي او ځوانو ليكوالانو سره ځان مه برابروئ ، كه مناسبه يې ګڼى پدې مقام كې يو تذكير درته كوم او هغه دا چې ډيره موده وړاندې امريكايانو د شهيد شيخ اسامه رحمه الله څه ليكونه له رسنیو سره شريك كړل او دا ادعايې وكړه چې دا يې د شيخ رحمه الله له كمپيوټر څخه ترلاسه كړي هغه به ضرور تاسې هم له نټ څخه ترلاسه كړي وي، په هغې كې وګورئ، چې شيخ رحمه الله په يوه ليك كې خپل كوم فرد ته په ډير اصرار ليكي چې زما د فلان خپور شوي بيان په هكله د نړۍ د ټولو جهادي جبهاتو د مجاهدينو او عامه خلكو نيوكې اوتبصرې را وليږئ تر څو مونږ خپلو اشتباهاتو ته متوجه شو او هم د خلكو افكارو ته، ترڅو په آينده كې خپل اشتباهات رفعه كړو او په خپل خطاب او بيان كې د خلكو مشاعر مراعات كړو، شايد دا عظيمه تواضع، پراخه سينه، ريښتينې مشوره او  حكيم سياست ددې سبب شوى وي چې د حزب په جبهاتو كې تر ډيره وخته جهاد كونكي ددې جهادي قائد پيروان د تيرو پنځلسو كالونو په كمه موده كې د دنيا ګوټ ګوټ ته ورسيدل او د اسلامي امت لويه جغرافيه يې لاس ته د ورتلو په درشل كې ده خو زمونږ حزب او مشرتابه له پنځه څلويښت كاله اوږدې مودې وروسته هم ددې عظيم صفت د فقدان له وجې خپل زرګونه ياران له لاسه وركړل او لا هم په خپلو تندو او احساساتي ليكنو او څرګندونو خپل پيروان له لاسه وركوي او خپل مخالفان زياتوي.

9-    مشره ! نن ټكي آسيا ته ښكنځلپاڼه مه وايئ دا په ساحه كې يوازينۍ آزاده جهادي صفحه ده چې بلا تفريق د هر مجاهد ليكنه او اظهارات خپروي او همدا وجه ده چې د افغان ملت، ستميانو او سيكولرو ډلو، ټولنو او اشخاصو په سترګو كې خار ده، دوى له زياتې غوسې ورته د پنجابيانو پاڼه وايي، يو وخت كې به د حزب اسلامي په دفترونو او جلسو كې دا شعار ما ډير ليدو چې ” كه غواړې چې حق معلوم كړې نو د دښمن غشو ته ګوره چې چرته لګيږي ” نو نن ټكى آسيا پاڼه هم ددې شعار په رڼا كې وګورئ، پاتې شوه د بعضو ليكوالانو تيزې ليكنې او پر حزب اسلامي كلك انتقادونه نو ديته هم له دوه اړخونو څخه وګورئ; اول دا چې د حزب اسلامي مكرر سياسي اشتباهات خپل او پردى ديته اړ كوي چې انتقاد وكړي، تاسې څومره په خپلو سياسي رقيبانو او مخاليفونو نيوكې او ليكنې كوى پوره پوره كتابونه مو خاص د يوه تنظيم په خلاف او تنقيد كې ليكلي نو لكه څنګه چې تاسې فكر سوچ او علم لرى او يو كار درته ښه او بد ښكاري همداسې نور خلك هم خپل فكر سوچ تصورات او قناعتونه لري، بله دا چې تعبيرونه ادبيات او اصطلاحات هم توپيرونه لري، آيا د حزب اسلامي په رسمي پاڼه شهادت كې داسې ليكنې نه كيږي چې په صريحو ښكنځلو مبني وي لكه يوه ډيره پوچه بيلګه مې پورته درته ذكر كړه او بله بيلګه داده چې ما دشهادت پاڼې له يوه مضمون څخه را اخيستې ” باور وكړه چي نن د طالبانو په ليكو كي ډېر سامريان راپيدا شوي” فكر وكړئ چې دا جمله د حزب لپاره استعمال شي ستاسې احساس او عكس العمل به څه وي؟!! ما دا  جمله د حزب له رسمي ورځپاڼې څخه را اخيستې او واپس مې حزب اسلامي ته په پورته كرښو كې ورګرځولې تجربه يې كړئ، دا او پورته جملې كه ښكنځلې نه وي نور نو څه دي؟!!

 پر تاسې او د حزب پر پاليسيو نقد كونكي بې له كوم شاهده د كمونستانو ملګري او د هغوى له فابريكې راټوكيدلي بلل كه صريحې او پوچې ښكنځلې نه وي نو نور څه دي؟ طالبانو لپاره د كمعقلو او جاهلو خطاب خو په صراحت يا لمز او غمز سره ستاسې، شهادت او تنوير په ليكنو كې د معمول خبره ده. پدې او ديته ورته جملو او الفاظو د شهادت ورځپاڼه او د تنوير مجله  ولې نه ښګنځل پاڼه او ليكوالان يې ولې نه ښكنځلماران كيږي، ددوى داسې جملې او ليكنې ولې د حزب او امارت د مجاهدينو تر منځ د اختلاف سبب نه كيږي، او ليكونكې يې ولې د دښمن او كمونستانو ملګري او په چوپړ كې نه بلل كيږي؟؟! د انصاف په تله تلل او قضاوت به داسې وي!!

مشره ! داسې ليكنې جملې او تعبيرونه تاسې او حزب نور هم د خلكو له  سترګو غورځوي، ضرور نده چې د پوچ لفظ جواب هم په پوچ لفظ وركړل شي،كه د نن ټكي آسيا ليكوالان تاسې ته پدې خبرو بد ښكاري نو تاسې به يې په جواب څنګه خلكو ته ښه ښكاره شى.

10-    د سياسي طرحو او فقهي مسائلو مطرح كولو په هكله دا مشوره دركول غواړم چې هره هغه سياسي طرحه او فقهي مسئله چې په قطعي الثبوت و قطعي الدلالة نصوصو نه وي ولاړه د هغې مخالفت كول او يايې په مقابل كې بله رايه قائمول په هر صورت كې د كمعقلتوب، جهالت او ايمان په نقصان دلالت نه كوي، لهذا ستاسې د سياسي طرحو مخالفت كونكي د كمعقلتوب، جهالت او بې ايمانى په بدو صفتونو مه موصوف كوئ، ستاسې سياسي طرحه چې هر څومره تاسې ته ښه او معقوله ښكاره شي بيا هم څه د قرآن صريح الدلالة نص ندى چې څوك يې هم د مخالفت حق نه لري كنه نو هغه به بيا كم عقل او كم ايمانه وي، ستاسې او د شهادت پاڼې په ليكنو كې داسې بيلګې ډيرې زياتې دي د مثال په ډول د حزب د سياسي طرحې له وړاندې كولو وروسته ملا عبدالله  په څو ليكنو كې دا جملې تكراروي چې” .. له دې پرته اعتراض يوازي د كمعقلو كار كڼل كېدى شي نه بل څه!! په بل ځاى كې داسې ليكى :آيا د داسي كار مخالفت به ډېر احمقانه نه وي؟ له هغو كمعقلو چي د خپلي تگلاري په غوراوي كي نه د قرآن او سنت لارښوونو ته اعتناء لري او نه د عقل تقاضا ته، څو پوښتني لرم… ” او كله هم په لمز غمز  كې له صريحو ښكنځلو هم سخت الفاظ استعمالوى، تاسې په خپل يو مضمون ” انتخابات او مجاهدينو ته توصيه ” كې له خپلې طرحې وړاندې كولو وروسته داسې تبصره كړې ” څوك چي عقل او ايمان لري پوهېږي چي دا تر ټولو غوره او حكيمانه دريځ او تگلاره ده” نه پوهيږم چې دداسې جملو مفهوم مخالف او نتيجه څه راوزي، داسې جملې تاسې ډيرې زياتې په خپلو ليكنو كې استعمالوى حتې د فقهي مسائلو او تفسيري آراؤ په څيړلو كې هم ځاى پر ځاى داسې جملې استعمالوى چيرته مو چې په مقابل كې ډير محترم واجب القدر د خير القرون سلف الصالحين علماء قرار لري. داسې جملې كه ګستاخي بې ادبي او ښكنځلې نه وي نو به څه وي؟ حال دا چې تاسې ښه پوهيږى چې د امت اسلامي لوى شمير مجاهدين خصوصا د اسلامي امارت مشرتابه او ټول وګړي يې ستاسې دا دريځ غوره او حكيمانه نه بولي، آيا دوى ټول عقل او ايمان نه لري؟؟!!! د فكر او سوچ مقام دى.

11-    مشره ! ليكنې په خپل نوم كوئ ځكه په نن سبا مصروف ژوند كې خلك د هر ګوم نام ليكوال ليكنې نه لولي، څومره چې د ليكوال شخصيت مشهوره وي هومره د هغه ليكنې زيات خلك لولي، نټ ته چې كوم افغانان لاس رسى لري به هغې كې دوه ډوله خلك موجود دي يو ستاسې خواخوږي او پيروان او بل ستاسې مخالفين، كه له ليكنو څخه مو موخه دا وي چې آراء مو خلك ولولي پيروان مو په پيروۍ كې ټينګ شي او مخالفين مو په آراؤ قناعت تر لاسه كړي او بالآخره خبره درسره ومني او ملاتړ مو پيل كړي نو بيا هرومرو بايد په خپل نامه ليكنې وكړئ، نه پوهيږم چې تاسې په مستعار نومونو ولې ليكنې كوى!! زما د فهم مطابق خو په مستعار نوم دوه قسمه خلك ليكنې كوي يو هغه چې امنيتي مشكل احساسوي له دښمن او مخالفينو څخه هيره او خوف لري او بل هغه خلك چې خپله ليكنه ورته د شريعت او اخلاقي معيارونو له نظره دومره ټيټه ښكاري چې د خپل شخصيت او مقام سره يې مناسبه نه ګڼي، زما په نظر دا دواړه علتونه ستاسې له شخصيت څخه منتفي دي ځكه د امنيت له لحاظه نوم بدلول كه زمونږ په شان د عامو وګړو لپاره د خطر او خوف سسبب كيږي ستاسې په حق كې دا هيڅ معنا نه لري ځكه تاسې د دښمن پر وړاندې دومره لويې امنيتي دوسيې لرى چې ليكنه د هغې په مقابل كې ذره هم نه حسابيږي، پاتې شوه دوهمه خبره نو هغه خو زه ستاسې له شان، علمي او جهادي مقام سره هيڅ مناسبه نه ګڼم، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي” وَالْإِثْمُ مَا حَاكَ فِي صَدْرِكَ وَكَرِهْتَ أَنْ يَطَّلِعَ عَلَيْهِ النَّاسُ ” پدې مبارك حديث كې رسول عليه الصلاة و السلام د ګناه معلومولو لپاره يو معيار او قاعده ټاكلې او هغه دا چې ګناه هر هغه كار ته وايي چې په سينه كې ترې تنګي محسوس كړې او دا وېره درسره پيدا شي چې هسې نه چې خلك د په دې كړي كار خبر شي، كومه ليكنه چې ځان ته له خلكو څخه د شرم او حيا په وجه نشو منسوبولى يقينا چې هغه ګناه ګڼل كيږي او بايد ځان ترې وساتو هسې هم پدې كلكه عقيده لرو چې كه له انسانانو څخه ځان د بل نوم تر پردې شاته پټ كړو نو الله خو مو ويني او اصل ځواب هم هغه رب ته وركول دي چې فرمايي ” إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا (36)   الإسراء . او بله دا چې انسان ډير كمزرى دى كه هر څو هم دعلم تقوى او منصب خاوند وي بيا كله نا كله د شيطان او نفس غلبه پرې راتلى شي او هغه د خپل خصم ماتولو او هغه ته كلك ځواب وركولو په بهانه بدو پريوتلو او د ظلم او بهتان وينا ته اړكولى شي، خو كه د الله د مراقبت تر څنګ د انسان مخې ته د خپل شخصيت، مقام او نوم ساتلو دا ستر ديوال هم موجود وي نو ان شاءالله شيطان، نفس او خصم به يې ديته اړ نه باسې چې له خپل قلم او ژبې څخه ناوړه الفاظ او بهتان را وباسي. او پدې اړه آخره خبره دا چې كه ديو عام ليكوال په حيث كم ليكونكى او ګوم نام ليكوال نوم بدل كړي له خلكو وركيدل او پټيدل يې ممكن دي ځكه نه به كوم خاص تعبير لري او نه دومره خپرې شوې ليكنې او كتابونه چې خلك يې له اصطلاحاتو او تعبير څخه وپيژني، ستاسې ليكنې بالكل يو خاص تعبير لري ځانګړي اصطلاحات لرى له ډيرې اوږدې مودې راهيسې يې استعمالوى بلكې د پښتو ليكنې لپاره يو خاص او ځانګړى ليكدود لرى او پدې اړه مو يو كتاب هم ليكلى او د پښتو بعضې حروف مو پداسې بڼه ليكل ثابت كړي چې په هغه بڼه يې هيڅ پښتو ليكوال نه ليكي، نو تاسې وواياست چې داسې ليكوال چې خاص تعبير اصطلاحات حتى ځانګړى ليكدود ولري هغه به د نوم په بدلو سره څنګه د لوستونكو له نظره پټ شي، ستاسې ليكنې او كتابونه چې چا لږ هم لوستي وي هغه ستاسې ليكنه چې په هر نامه يې وكړى له څو كرښو لوستلو وروسته په يقين سره پيژني چې دا ستاسې ليكنه ده، هغه نور د ليكوال نوم ته اعتبار نه وركوي كه هغه ملا عبدالله، ملاعبدالسلام، ملا عبدالولي قاري سعيد وي او كه منصف او حقپال، هغه دومره پوهيږي چې دا ټول يو مشهور شخصيت محترم انجينر صاحب حكمتيار دى او بس.

————————————————————– دوام لري نور بيا

يادونه : له قدرمنو لوستونكو څخه كلكه هيله لرم چې د مضمون د محتوى په تأييد يا مخالفت كې كه كوم ورور خپله تبصره ثبت كول غواړي نو اخلاص، اسلامي اخلاق، او افغاني نزاكتونه به په نظر كې نيسي. و جزاكم الله خيرا 

ليكونكى : عبد الصمد مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x