نړۍ

سعودي قطر سره د اړیکو بیا پیلېدو لپاره شرطونه وړاندې کړل

 

په لندن کې د «قدس العربي» ورځپاڼې په قول، چې سعودي د قطر کوچنی عربي هېواد د ځمکني او هوايي بندیزونو ګواښلی. سعودي قطر ته څلور شرطونه وړاندې کړي دي: ۱) د اخوان المسلمین له غورځنګ سره د هر ډول اړیکو پرېکول؛ ۲) د الجزیره خبري شبکې تړل؛ ۳) له قطره د ډاکټر یوسف القرضاوي شړل؛ ۴) د دوو امریکايي تحقیقاتي مراکزو، بروکنګز او رایډ تړل.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر چې په پاریس کې يې د سیاسي څېړنو په پوهنځي کې خبرې کولې د سعودي د ګواښونو په تړاو وویل، ټول ښايي دې ټکي ته پام وکړي چې د قطر سیاسي خپلواکي تر معاملې لوړه ده.
له څه مودې راهیسې د دغو دوو خلیجي هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې جګړې زور اخیستی.
د سیمې کارپوهان پر دې باور دي، چې د قطر هېواد په سیمه کې پراخ غځېدلي اخوان المسلمین له ګوند سره خواخوږي لري. پر دې سربېره قطر د سوريې، فلسطین او ان د افغانستان په لانجو کې د منځګړي رول لوبولی دی، چې دا په خپله د دې لامل کېږي چې د سعودي د پاخه منګ چارواکي او پڅه ډیپلوماسي لا پسې څنډې ته شي.
دا چې ولې قطر د اخوان او نورو اسلامي غورځنګونو په تړاو خواخوږي لري، دا پوښتنه مې د منځني ختیځ د چارو له افغان کارپوه، ډاکټر واهاج ساپي سره مطرح کړه: له اخوانيانو سره د قطر هر اړخېزې مرستې (عسکري، مالي، اعلامي او دیپلوماتیکي) ښکاره دي. ځينې وجهې شته. قطر غواړي ځان مطرح کړي، يا يې امير د عربو زعيم شي. کار به اخوان، او زعيم به دی وي، خو اخوان به بيا دا کار کله ومني؟ کله چې نور دولتونه د هغوی لاس ته وغورځيږي، خو دا هم به هم غورځوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x