افغانستان

طالبان: د کابل په برید کې ۱۶ بهرنیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ تله، ۱۳۹۶): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل په نني سرتیري برید کې د بهرنیانو ۳ ټانګونه ویجاړ شوي او ۱۶ تنو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

مجاهد وویل چې د کابل د پنځمې حوزې اړوند د افشار په سیمه کې ددوی یوه تن سرتیري بریدګر «طه» د بهرنیو عسکرو پر پوځي کاروان چاودنه وکړه چې له امله یې ۳ ټانګونه ویجاړ او ۱۶ تنه عسکرو ته مرګ ژوبله ورسیده.

نوموړي ویلي چې دا برید د هغو بریدونو څخه یو دی چې دوی په دې وروستیو کې پلان کړي او زیاته کړې چې «راتلونکی د امریکایانو لپاره بد زیری لري».

بلخوا په کابل کې د ناټو رسنیز دفتر رسنیو ته په لیږلي خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د کابل په ننۍ چاودنه کې ددوی عسکرو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی او زیاته کړې چې بهرني ځواکونه خپل د معمول سره سم کارونه پر مخ بیايي.
ددې تر مخه یوې بلې امنیتي سرچینې خبر ورکړی وو چې په دغه چاودنه کې ۵ ملکیان ټپیان شوي دي او نور هیڅ تاوان نه دی رسیدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x