نظــر

اشرف غني او د افغانستان د معادنو لیلام

جیلاني پښتون

څو ورځې وړاندې چې ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو په کلنۍ سرمشریزه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی و له فرصت نه په استفاده یې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم وکتل.

له ټرمپ سره د مخامخ ملاقات په مهال اشرف غني کاملا د یوه اجیر او ځنځیري غلام په رول کې راڅرګند شو. د ټولو ديپلوماتیکو اصولو او سیاسي عرف خلاف یې د ټرمپ بې دلیله ستاینه وکړه او په پای کې یې د ټرمپ په حضور کې د غوړه مالۍ قصیده هم سُر کړه او ویي ویل ( موږ تا ته سلامي کوو)

له ټرمپ سره د عمومي ملاقات نه علاوه رسنۍ وایي چې نوموړي د امریکا له ولسمشر سره بل جلا( دوه په دوه) ملاقات هم کړی دی او په هغه کې یې د افغانستان د حکومت په نمایندګۍ د امریکا له ولسمشر سره نااعلان شوي تعهدات او توافقات کړي.

د اشرف غني او ټرمپ له پټ ملاقات وروسته امریکایي رسنیو دا خبره ابلاغ کړه چې ( امریکایي شرکتونه به د افغانستان د معادنو داستخراج په برخه کې سرمایه ګذاري وکړي.) دا خبره که څه هم رسنیو په لنډو ټکو کې راواخیسته خو د پردې تر شا له یوه لوی واقعیت او پټ معاملو څخه پرده پورته کوي.

په تیرو څو کلونو کې دامریکا په اړوند د اشرف غني سرټیټی موقف، په ډراماتیک او عاجل ډول د امنیتي قرارداد امضاء، د امریکا په بمبارونو او ولسي قتل عامونو چوپتیا، امریکایانو ته د شپنیو عملیاتو او هر وړ پوځي – استخباراتي نخرو لپاره فرصت مهیا کول او د امریکا لپاره له ټولې سیمې سره دښمني په غاړه اخیستلو او داسې نورو امریکاپرورو اقداماتو ثابته کړه چې د مفکر په نوم مشهور شوی اشرف غني په حقیقت کې هسې د بوسو ډډی او د امریکا د نړیوال دکترین لپاره ډیزاین شوې او پالل شوې مهره ده چې د افغان او افغانستان د ګټو په نسبت یې ډیر چورت دامریکا په ګټو کې بند دی نو ځکه هر ګام د امریکايي ګټو د تحفظ لپاره اخلي.

کانونه او تر ځمکه لاندې ثروتونه د جنګ ځپلي افغانستان هغه یوازینۍ سرمایه ده چې زموږ اولس ورپورې د اقتصادي رفاه ارمان تړي او په دې تمه دي چې یو وخت به له دغه ثروت څخه د ګران افغانستان د ښیرازۍ او د اولس د ژوند دشرایطو د ښه کولو په برخه کې استفاده وشي.

مګر وروستي معلومات ښيي چې اشرف غني نیت لري چې زموږ اولس له دې سرمایې هم خلاص کړي او خپل امریکایي کافر باداران ورباندې ونازوي.دا خبره ځکه له امکانه لرې نه ده چې له امریکا پروره اشرف غني څخه اوس د هرڅه تمه کیدلای شي.

تر اوسه خو زموږ اولس او افغان سیاسیونو اشرف غني همداسې سراېله خوشی کړی او تر ډیره یې په ملي جفاکاریو باندې سر نه خلاصوي. خو که اشرف غني همداسې سراېله پریښودل شي پای به د افغانستان ټولې مادي او معنوي شتمنۍ خپل بادار ټرمپ ته ور قباله کړي. لکه د امنیتي تړون په نوم یې چې زموږ ملي استقلال ور قباله کړ.

هغوی چې په افغان اولس او افغانستان یې زړه خوږیږي باید د اشرف غني دغو جفاګانو ته متوجه شي، په زغرده یې وغندي او دامریکا د ناروا ګټو له تأمین څخه یې راوګرځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سيد مصطفي

د شاه شجاع نوم مي په تاريخ كي لوستي وم خو زه باور لرم چي دمره تيت دروجن او بي شخصيت انسان به نوي لكه غني گنجي ما اوس په سي اين اين كي ددغه بي وجدان مركه مي وليد چي حتا مجري حيران كري و د ترمپ په تايد داسي شعر او شاعري كولي لكه مجنون ليلي ته سي اين اين والا وايل ٤٥ ٪ وطن د طالبانو په لاس كي دي تاسي سه وايست وايل مديا والا د نه واي چي موژ تول زايونه د طالبانو سخه نولي دي بل وايل طالبانو په افغان ولس كي هيث زاي… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x