د ارگ ویاند:د عسکرو له کونډو د جنسي رشوت غوښتلو خبره واقعیت لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ تله، ۱۳۹۶) د ارګ د دویاندۍ د دفتر مشر شا حسین مرتضوي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې هغه خبره تائید کړه چې وایي د افغانستان د امنیتي ځواکونو د وژل شویو سرتیرو له میرمنو څخه د خپلو وژل شویو میړونو د معاش او نورو مالي امتیازاتو د اخیستلو په مهال د جنسي رشوت غوښتنه کیږي.

له دې وړاندې د ډیلي کالر په نوم امریکایي خبري ویب پاڼې او په کور دننه پژواک خبري آژانس خبر ورکړی و چې د امریکایي ځانګړې پلټونکې ادارې ( سیګار) د موندنو له مخې د افغان سرتیرو له کونډو څخه دولتي چارواکي په رشوت کې د جنسي اړیکو غوښتنې کوي.

دا خبره چې ډيرو خلکو ته یې ټکان ورکړی په پيل کې اکثره خلکو ته یو بې اساسه اتهام ښکارېده، ځکه د ګډ حکومت چارواکي یې تر حده په اداري فساد او نامردۍ کې غرق نه بلل اما همدا نن د ارګ ویاند مرتضوي د سیګار همدا لړزوونکی راپور تائید کړ او ویې ویل چې په حکومت کې دغسې ستونزې شته او دا له پخوا څخه پاتې دي.

مرتضوي وویل په نږدې راتلونکې کې شاید د معارف وزارت په اړه هم همداسې بوږنوونکی راپور رسنیو ته راووځي، دا ټولې هغه ستونزې دي چې له پخواني حکومت څخه موږ ته په میراث پاته دي او موږ کوښښ کوو چې دا ستونزې له منځه یوسو او اصلاحات راولو.

د وژل شویو سرتیرو له کونډو څخه په رشوت کې د جنسي اړیکو غوښتنه هغه څه دي چې ډیری خلکو د ګډ حکومت تر ټولو شرموونکې او جفاکارانه ځانګړنه بللې. د دې موضوع په اړه ډیرو رسنیزو فعالانو خپل نظرونه څرګند کړي د بیلګې په توګه مدني فعال او د خیره چارو کارکوونکي حمدالله ارباب لیکلي(دلته سرباز د داسې چا په حفاظت کې هم سر ورکوي چې له مرګ وروسته یې بیا د کونډې نه د تقاعد د پېسو په ورکولو د … تقاضا کوي!!  وس دا فېصله کول پکار ده چې سرباز د ځینو سرونه وساتي که سرونه یې وپاشي؟)

د زمریال مجاهد په نوم یو بل رسنیز فعال لیکي( د ټرمپ تر قومنده لاندې ډالربګیران د پستۍ، شرمندګۍ او نامردۍ په قعر کې ارږمي باسي، دوی په داسې ډول مسخ شوي چې نه اسلام، نه افغانیت نه وجدان او نه هم کوم بل ارزښت پيژني. دوی یوازې ډالر پیژني او د پیدا کولو لپاره یې د هغه عسکر له میرمنې هم د جماع غوښتنه کوي چې دده د ساتنې لپاره یې خپله ځواني قربان کړې ده. سربازان باید د دې موضوع په سیاق او سباق ژور فکر وکړي او له ځانه وپوښتي چې دوی د څرنګه نظام لپاره سر قربانوي او د کومو جفاکارانو امنیت ساتي؟؟)

رسنیز فعالان وایي حکومت دې د دې راپور پلټنه وکړي خو دارګ ویاند د راپور له تائید پرته د پلټنو په اړه کومه وعده ورنکړه.



3 تبصرې

  1. This can be blamed on Pakistan and so called terrorism too. Very shameful. How can our police men and army personnel fight to protect us.

  2. mha !!!
    It is time for your puppet administration , and by name soldiers and police they been killed for occupiers benefits, not for the country and people

  3. كه سوك په انگسي ژبه تور په بل سوك واچوي حقيقت نشي بدله ولي حقيقت هم دا دي مفسد فاسد فاجر او گداگي رژيم د بدبختي عامل دي او بايد محوه سي ان شاء الله

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.