ټکنالوژي

په رؤیت هلال کې فلکي علوم تر کومه حده معتبر دي؟

لیکنه:….مفتي احسان الله…

دنوې میاشت داعلان لپاره په لغړو سترګو رؤیت معتبر دی، ددې لپاره چې رؤیت په پوره معنا سره یقین درجې ته ورسیږي، او پر خلګو دا لازمه نده، چې لوړو لوړو غروته وغیژي او دمیاشت تلاش وکړي، بلکي په عادي حالت کې دهلال پلټنه به کوي، خو بل خوا بیا دعلم فلک ماهرینو هم دمحاق او هلال لپاره اصول وضع کړيدي، سوال دا دی، چې دفلک دعلومو او اصول سره سم، موږ داسي کولای سوای چې دفلکي علومو مطابق حکم صادر کړو، چې پر فلان تاریخ درمضان دمیاشت اوله ورځ ده؟

ددې په جواب کې تر هر څه اول باید دا ثابته کړو، چې علم فلک په حقیقت کې دقدیم او جدید ماهرینو دواړو په خبره په مجموعي اعتبار سره یو ظني علم دی، دیقین درجه نلري، که څه هم دعلم فلک ماهرین دجدید آلاتو پر بنا ډیر څه کړي دي، خو با هم دا علم یو ظني علم دی، یقین نه ورباندي حاصلیږي.

دلندن دآبزرویټري دیونیورسيټي دطبعي علومو دشعبي نایب ماسټر ډي میکنالي په قول چې دیو سوال په جواب کې ویلي دي: په حقیقت کې درؤیت هلال په باره کې موږ یوه مفروضه هم دیقین په درجه کې نسوای قایم ولای.

دانګلستان دګرین ویچ آبزرویټري دساینسي علوم په جدید ترین تحقیق چې دفلکیاتي معلومات په شپږم مخ کې خلاسه نقل کړي ده، داسي لیکي: دهري میاشت داول تاریخ متعلق پیش ګويې کول یو نا ممکن کار دی، ځکه داسی کوم قابل اعتماد، په پوره توګه مستند شواهد نسته چې دهلال داول ځل لیدلو په باره کې استعمال کافي وي، درؤیت هلال متعلق هره پیش ګويې غیر یقیني وي.

لهذا دهلال په رؤیت کې دحرف آخیر په حیث له علم فلک نه کار نسوای اخیسلای، البته درؤیت به باره کې دعلم فلک له کلیاتو نه دمعاون په حیث کار اخیستلای سو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x