افغانستان

لغمان کې د انتخاباتي کمپاین درې دفترونه سوځول شوي

نن ټکی آسیا: د لغمان امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې وسلوالو طالبانو د دې ولایت په قرغیې ولسوالۍ کې د ولایتي شورا د نوماندانو پر دریو دفترونو بریدونه کړي دي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، چې تېره شپه د قرغیې ولسوالۍ په چارباغ بازار ولایتي شورا ته د ولاړو دریو نوماندانو د انتخاباتي کمپاین پر دفترونو د لاسي بمونو بریدونه شوي.

په همدې ترڅ کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې دا بریدونه دوی ترسره کړي او زیاتوي چې د همدې بریدونو په پایله کې یاد درې دفترونه په ټولیزه توګه د اور په لمبو کې سوځول شوي دي.
له منځه وړل شوي دفترونه د لغمان ولایتي شورا ته د ولاړو نوماندانو میرحاتم تره خېل، یوسف ملکزي او عبدالله پورې اړوند دي.
طالبانو همداراز ادعا کړې، چې په لغمان کې یې د استاد سیاف د کمپاین پر دفتر هم د راکټ لانچر برید کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x