هجری قمری تاریخ د اسلام له نظره

لیکنه ابوادریس عبرت مهاجر

﴿ إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِندَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ۚ ﴾ [التوبة: ۳۶].

ژباړه: په تحقیق سره چې د مياشتو شمېر له کومې ورځې نه چې الله تعالی اسمانونه او ځمکې پيدا کړې دي، د الله جل جلاله په ليکنه کې دولس میاشتې دي چې د هغو له جملې څخه څلور مياشتې يې ډیري د احترام وړ مياشتې دي (چې هغه :۱محرم:۲ ذی القعده :۳ذی الحجه:۴ اورجب ده).

له دې آيت څخه دا خبره معلومه شوه چې د اسلامي مياشتو ترتيب او شمېرد انسانانو خپله اختراع یا ایجاد نه ده، بلکې الله جل جلاله د ځمکې او آسمانونو د پيدايښت سره سم دا مياشتې په دې ترتيب په دغو نومونو سره نومولې دي او په همدغو مياشتو کې يې د خپلو بندګانو لپاره ځانکړي احکام اومسائل ټاکلي.

په قرآن کریم کې په سپوږمۍ او لمردواړو سره د حساب یادونه شوې ده، البته د شرعي احکامو د وختونو پېژندل لکه مثلاً حج، روژه، زکاة، حیض، نفاس، لوی اختر، وړوکی اختر، ایام التشریق، د ایام البیض روژی، ټول د سپوږمۍ په حساب پوري تړل شوی دي.

له دی سره سره که موږ د هجري اوقمري اصل ته فکر وکړو، نو د هجري قمري تاریخ شروع اصل کې ډیر د یوعجیبه او د بشریت و نجات بښونکي تحول ته منسوب ده چې هغه له مکې معظمي نه و مدیني منورې ته د رسول الله صل الله علیه وسلم او مسلمانانو هجرت ده هغه هجرت چې مسلمانانو يې په برکت وکولای شول چې خپله دیني او بشری ازادي ترلاسه کړي او د یوه سوچه اسلامي حکومت اساس کېږدي.

همدغه دلیل وو چې د اسلام دوهم خلیفه حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه د خپل خلافت په مهال د نورو صحابه کرامو په مشوره د هجرت پېښه د اسلامي تاریخ د پیل او یواځیني تقویم په توګه غوره اواعلان کړه.

نو ځکه خو حضرت مولانا مفتي محمد شفیع رحمه الله په خپل تفسیرمعارف القران ۴/۳۷۳ کې ليکلي دي چې د قمري حساب خوندي ساتل دا فرض کفايه دي، که چېرې ټول مسلمانان و قمري حساب ته شا کړي او هېر يې کړي نو ټول گناهگار دي او که چېرې ځينې خلګ يې زده اوعملی کړي نو بیا د نورو لپاره له بل حساب څخه کار اخيستل هم جائز دي، البته د سنت او سلف صالحینو له تګلارې څخه خلاف عمل ده.

موږ چې خپلو بچیانو ته د میلادي کال د میاشتو نومونه او یا د شمسي کال د میاشتو نومونه ورزده کوو نو د خپل اسلامي کال اهمیت او د میاشتو نومان هم ضرور باید ورته وښايو، د تأسف ځای دا دی چې یو مسلمان په اسلامي ټولنه کې را لوی شي خو بیا هم د خپل هجري او قمري کال په ارزښت او اهمیت ناخبره وي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.